سه شنبه, جون 18, 2024
Home+په دې ورځ افغانستان لومړۍ ټیستلوبه وکړه

په دې ورځ افغانستان لومړۍ ټیستلوبه وکړه

د جون ۱۴ مه

۷ کاله مخکې په همدې ورځ (۲۰۱۸م جون میاشتي ۱۴مه) افغان کرکټ ملي لوبډلي خپله لومړۍ نړیواله ټیسټ لوبه د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي په وړاندي پيل کړې وه.

د یادي لوبي پچه هند وګټله او د توپوهني پرېکړه یې وکړه.

دې هیواد په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۴۷۴ منډي جوړي کړې، چې وروسته افغان لوبډلي په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۳ او دوهمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۰۹ منډي جوړي کړې.

په دې سره افغان کرکټ ملي لوبډلي د دواړو پاڼیو په لوبولو سره د هند لومړۍ پاڼۍ منډي نه کړې پوره او له یاد هیواد څخه یې د ۲۶۲ منډو په توپیر ماته وخوړه.

که څه هم دا د افغان لوبډلي لپاره سخته ماته وه، خو د کرکټ مبصرین بیا وايي، چي هغه د افغان لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه وه او افغان لوبغاړي هم د لوبغالي سره بلد نه وو.

د هند څخه راورسته افغان کرکټ ټیم خپله دوهمه نړیواله ټیسټ لوبه د بنګله دېش، درېیمه د ایرلینډ او څلورمه نړیواله ټیسټ لوبه یې بیا د ویسټ انډیز هیواد په وړاندي ترسره کړه.

افغانانو بنګله دېش او ایرلینډ ته ماتي ورکړه، خو د هند په څېر یې بیا د ویسټ انډيز څخه ماته وخوړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب