سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+د نبي مصداق تلین

د نبي مصداق تلین

څلور کاله وړاندې د ۲۰۲۱ د جون په ۱۴ افغان شنونکی او ژورنالیست نبي مصداق د کرونا په ناروغۍ وفات شو.

نبي مصداق د پکتيا ولايت د ځاځيو ولسوالې په روقيان کې زيږدلی.

د مصداق پلار مرحوم حاجي کوندل خان د امير امان الله خان په وخت کې د کابل ښار يو پيژندل شوی قراردادي وو
نيکه ېې باقي خان د امير عبدالرحمن خان نه د ځاځيو د يوه مشهور ملک په حيث د لارې د ساتلو

نبي مصداق په کال ۱۹۸۱ز کې د بي بي سي پښټو برخې له لومړنیو ژورنالیستانو څخه و.

د ده یو شمېر مقالې په تاند کې خپرې شوي دي.

چاپ شوي آثار

افغانستان سياسي کمزوري او خارجي مداخلت – (Afghanistan Political Frailty and External Interference )
پښتو – انگرېزي سيند – په دې سيند کې نږدې ۴۵ زره پښتو وييونه او اصطلاحگانې راغونډې کړي او د انگرېزي ژبې بېلابېل انډولونه او ماناگانې يې ورسره ليکل شوي. په دې اثر مصداق ډېر زيار گاللی او په ډېر ځيرتوب يې دا سيند بشپړ کړی چې د پښتو نه په انگلیسي یو لوی سيند بلل کېږي.
ناچاپه آثار
د پښتنو ټوکې – په انگرېزي ژبه د پښتو ژبې د ټوکو ژباړه

5 COMMENTS

  1. ستر رب دې د مصداق صیب ګور له رڼاګانو او رحمتونو څخه ډک کړي. په الله، وطن او ولس ډیر میین او زما ښه دوست وو. څه موده مو په یو کالج کې درس ورکولو او د دمې په مهال به یې له ما سره د وطن یادونه تازه کول؛ واقعا چې د خپلو وطنوالو په درد، ډیر دردمند انسان وو. اروا یې ښاده.

  2. چا ته مو درسونه ورکول؟ څه درس مو ورکول؟ په کالج کې که د امریکا په نظامی قرارګاه کې؟ رب د دې ټولو پوښتنه به کوي

  3. الله دی فردوس جنت ور نصیب کړی د افغانستان ځلانده ستوری ټول ولاړه او افغانستان د جهالت په منګولو کی ګیر ده الله خلاص کړی

  4. الله ج دی نبی مصداق صاحب غریق رحمت او د آخرت سفر ورته آسانه کړي.
    ښاغلې دروند ملکزي صاحب د زمان په څیر دی سپکو خلکو اوتو بوتو مه خفه کېږي . تاسو ډیر با وقاره او با عزته خلک یاست . هر سپک په ځواب نه ارزي.

  5. په ۱۹۸۰ کال کې، ما په راډیو تهران کې د خبریال په توګه کار کولو،
    حسیب خاوري له جرمني څخه ماته زنګ ووهلو ، چې سید فضل اکبر باچا د آمريکآ غږپښـتو خپرونی کی د کار کولو لپاره د خلکو په لټه کې دی، ،
    د امريکا غږپښتو خپرونې د جولای په ۴، ۱۹۸۲ کې پیل شوې.
    خو له دې مخکې د BBC پښتو خدماتو خپرونې د اګست په ۱۵، ۱۹۸۱ کې .دنبي جان په خوږ آوزکی (دالندن دی) پیل شوې
    د ۱۹۸۳ کال د اکتوبر په میاشت کې ما دتهران راډیو پښتو خپرونې څخه استعفا ورکړه او لندن ته لاړم، له ګران نبي جان مصدق سره مې ولیدل، هغه وخت هغه او د BBC پښتو خدماتو ځینې نور کارمندان وو، له هغه سره مې ډېرې ښې خاطرې وې، په ۱۹۸۶ کې زه کاناډا ته مهاجر شوم، او مونږ اکثرا په تماس کې وو، تر هغه چې هغه ورجینیا ته کډه شو،
    کله ناکله به مو سره تماس نيولو ـ افغانستان کی دملاعمر کورته تللی وو،ټوله قصه یی راته وکړه ـ
    بيایی دعمرخطاب صاحب سره زړه بدوالی پيداشوی وو،لکه څنګه چه دواړه زما خواږه دوستان وو،نو دُدوی ترمينځ می صلحه وکړه
    وروسته یی ويل چه وطن ته ځم !خومتاسفانه ما واورېدل چه هغه په وطن کی په کورونا اخته شوی وو اوپاني دنيا سره یی وداع کړی وه. زه واقعیا خواشینی شوم،ا
    “الله ج دې دهغه مرحوم روح ښاد اوجنت فردوس ځاي کړي”:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...