تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۴ مه) عصري موټرونه نور یوازې د تګ راتګ وسایل نه دي، بلکې د شخصي معلوماتو د راټولولو په پراخو شبکو بدل شوي دي. ننني موټرونه د «پر څرخونو ولاړ کمپیوټرونو» په څېر کار کوي او د موټر جوړونې شرکتونه د سینسرونو، کامرو، انټرنېټي سیسټمونو او نښلول شویو سافټویرونو له لارې د چلوونکو ګڼ شخصي معلومات ثبتوي او لېږدوي.
په دغو معلوماتو کې د موټر دقیق موقعیت، د موټر چلولو سرعت، د بریک وهلو طریقه، د سیټکمربند کارول، د موټر دننه غږیز معلومات او حتی د چلوونکي د مخ حالت، وزن، عمر، توکم او شخصي چلندونه شامل دي. ځینې موټرونه داسې دننۍ کامرې هم لري چې په دوامداره توګه چلوونکی څاري.
د «موزیلا» د ۲۰۲۳ کال د یوې څېړنې له مخې، ټولو ۲۵ ارزول شویو موټر جوړونکو شرکتونو د محرمیت اساسي معیارونه تر پښو لاندې کړي وو او موټرونه یې د شخصي محرمیت له پلوه «تر ټولو خراب ډیجیټلي محصول» بللي وو.
ډېری شرکتونه د کاروونکو د معلوماتو د پلور حق له ځان سره ساتي او دا معلومات د بیمې شرکتونو، د معلوماتو د راکړې ورکړې بنسټونو او حتی دولتي ادارو ته سپاري. په ځینو مواردو کې د موټر چلولو ثبت شوي معلومات د بیمې د لګښتونو د لوړېدو لامل هم شوي دي. د بېلګې په توګه، د جنرال موټورز شرکت د موټر چلوونکو د موقعیتي معلوماتو د پلورلو په تور له نیوکو سره مخامخ شوی و.
راپورونه ښيي چې دا وضعیت ښايي لا پسې پراخ شي. په امریکا کې نوي قوانین موټر جوړونکي اړ باسي چې د مستۍ او ستړیا د تشخیص سیسټمونه، د کامرو او د چلند د شننې له ټکنالوژۍ سره، په موټرو کې نصب کړي.
که څه هم د دغو ټکنالوژیو موخه د سړکونو خوندیتوب زیاتول دي، خو منتقدان وايي چې دا سیستمونه د خلکو د بیولوژیکي او روغتیايي معلوماتو ستره اندازه راټولوي، په داسې حال کې چې د محرمیت لپاره کافي قانوني چوکاټونه لا نه دي موجود.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې موټر چلوونکي دې تر ممکنه حده د بېمې د هغو پروګرامونو له کارولو ډډه وکړي چې د موټر چلولو معلومات تعقیبوي، د موټر او اړوندو اپلیکیشنونو د محرمیت تنظیمات بدل کړي او په هغو هېوادونو کې چې دا حق موجود وي، د خپلو معلوماتو د حذف یا نه پلورلو غوښتنه ثبت کړي.
د دوی په وینا، تر هغه چې د دغو معلوماتو اصلي مالکیت د مصرفوونکو په لاس کې نه وي، پر موټرو د ډیجیټلي څارنې بهیر به دوام ومومي.