شاه محمود میاخېل
مشر ملا صیب د اعتکاف نه د اختر مبارکۍ په مؤعظه کې ویلي چې د ځوانانو په فکرونو باید کار وشي، د اولوالامر اوامر باید ومنل شي، وحدت وساتي او یو بل ته عفوه وکړي او په دغه موجوده وضعیت شکر ادا کړي. له اسلامي نړۍ سره د اخوت په اساس رفتار وکړي. د تیر په څیر په راتلونکې کې هم د ده د فرمانونو اطاعت وکړي.
د مشر ملا په اختریز پیغام کې ډیر سوالونه مطرح کیږي چې د شک د تیورۍ په اساس تر کاسې لاندې نیم کاسه ښکاري.
ایا له پاکستان سره هم روابط باید د اخوت په بنیاد تنظیم شي که نه؟ ولې یې د پاکستان حملې نه دي غندلي؟ یا په افغانستان باندې د پاکستان حملې له ده سره په همغږۍ ترسره کیږي؟ ځکه د پاکستان نوم یې حتی یاد کړی هم نه دی. ایا هغه کسان چې د پاکستان په ړنډو بمباریو کې شهیدان او زخمیان کیږي، د هغوی کورنیو ته د تسلیت ویلو حق په ده و که نه؟ ایا ولس ته د اطمینان نور څه لري او که نه او یوازې د نامعلوم ځای نه به د ده د فرمانونو اطاعت کوي؟
پاکستان خو یو ضعیفه، بې سواده او غریب افغانستان غواړي. داسې ښکاري چې دی په افغانستان کې د پاکستان پروژه په پوره مهارت سره په داسې توګه عملي کوي چې د طالبانو لوړپوړو چارواکو هم پرې سر خلاص نه دی.
افغانان باید له خپل ځانه سوالونه وکړي چې تیر پنځه کاله د طالبانو حاکمیت کې یې څه له لاسه ورکړي او څه یې لاسته راوړي دي.
ایا د خلکو اقتصاد ښه شوی او که خراب شوی؟
ایا امنیت په هیواد کې دننه او له ګاونډیانو سره ښه شوی او که خراب شوی؟
ایا غلا، قتل، اختظاف او نور جنایي جرمونه زیات شوي او که کم شوي؟
ایا رواني امنیت شته که نه؟
ایا له نړۍ سره روابط ښه شوي که نه؟
ایا افغانستان د انزوا په حالت کې ګټه کړې که تاوان؟
ایا د نجونو د لوړو زده کړو تعلیم د دوی په کورنیو مثبت اغیر درلودلی که منفي؟
ایا د دوی ځوانانو د کار او تعلیم حالت ښه شوی او که خراب شوی؟
ایا د دوی او د دوی کورنۍ د راتلونکې په اړه مطمین دي که نه؟
ایا فساد، رشوت زیات شوی که کم شوی؟
ایا په کل کې ولس د موجود وضعیت نه راضي دی ګه نه؟
داسې نورې پوښتنې باید هر څوک له خپل ځان سره مطرح کړي که باالفرض د طالبانو موجوده تګلاره همداسې دوام وکړي، د دوی د کورنیو او ماشومانو راتلونکې به څنګه وي؟ اقتصادي وضعیت به یې څنګه وي؟ فزیکي، رواني او بشري امنیت به څنګه وي؟
که تیرو پنځو کلونو کې د افغانانو په ژوند کې مثبت تغیر راغلی وي، نو د ده (هبت الله اخوندزاده) فرمانونه به په راتلونکې کې هم بې له چون او چرا ومني. که مثبت تغیر نه وي راغلی، راتلونکې راته نور ډیر تت ښکاري او افغانستان به له لا جدي بحران سره په اقتصادي او امنیتي لحاظ مخامخ کیږي. کله چې اقتصادي او امنیتي بحران يه یو هیواد کې وي، هلته نه عدالت وي او نه انصاف. فقط ظلم به وي او د ظلم کاسه خامخا نسکوریږي ځکه یو ملک کې خلک د کفر لاندې ژوند کولې شي خو د ظلم لاندې نه.
الملک یبقی مع الکفر لا یبقی مع الظلم.
عاقبت بخیر