Homeخبرونهټرمپ: له ایران سره تړون به یکشنبه لاسلیک شي؛ هېڅ پیسې به...

ټرمپ: له ایران سره تړون به یکشنبه لاسلیک شي؛ هېڅ پیسې به نه تبادله کېږي

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره احتمالي تړون به د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۴مه، لاسلیک شي او د دې تړون له مخې به ایران ته هېڅ پیسې ورنه کړل شي.

ټرمپ د شنبې په ورځ په ټروت سوشل کې لیکلي: «ټاکل شوې ده چې تړون سبا لاسلیک شي او له لاسلیک وروسته به د هرمز تنګی د ټولو پر مخ پرانیستی وي.»

خو له دې څو ساعته وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې د ایران او امریکا ترمنځ تفاهم‌لیک به د یکشنبې په ورځ نه لاسلیک کېږي. تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم هم ادعا کړې وه چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای تفاهم‌لیک به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې وروستی او لاسلیک شي.

ټرمپ همداراز ویلي چې ایراني چارواکي نور د اتومي وسلو غوښتونکي نه دي او نه به هم ورته لاسرسی ومومي، که د پېرلو، پراختیا یا له بلې هرې لارې وي.

هغه زیاته کړې: «زموږ اړیکې له ایران سره د پخوانیو حکومتونو پ پرتله ډېرې ښې دي. د اوباما د حکومت د سلګونو میلیاردونو ډالرو او ۱.۷ میلیارد ډالرو نغدو پیسو برعکس، په دې تړون کې به هېڅ پیسې د دواړو لورو ترمنځ تبادله نه شي.»

په همدې حال کې، په ایران کې د احتمالي تړون د محتوا په اړه سیاسي بحثونه زیات شوي دي. د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مرستیال محمود نبویان د هغه متن پر ځینو مادو نیوکه کړې چې د تړون د مسودې په توګه خپور شوی دی.

نوموړي ادعا کړې چې د دغه متن له مخې ایران به د هرمز تنګي د مدیریت په برخه کې محدود رول ولري او د تړون له لاسلیک وروسته به د ایران د اسلامي جمهوریت ساتندوی ځواک (سپاه پاسدران)  په دې مهمې سمندري لارې کې خپل حضور کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...