تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې هندۍ لوبډلې پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
دغه لوبه د باران له امله ۲۵ اورونو ته را ښکته شوه.
افغان لوبډلې په خپل وار توپوهنه کې په ټاکلو ۲۵ اورونو کې هندۍ لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.
په توپوهنه کې رحمن الله ګربز تر نورو لوبغاړو په زړه پورې توپوهنه وکړه او د هند پر وړاندې ۱۰۲ منډې جوړې کړې. تر ده وروسته بیا حشمت الله شهیدي ۲۷ او عظمت الله عمرزي ۲۶ منډې وکړې.
هندۍ لوبډلې لپاره بیا په توپ اچونه کې برار ۳ او ارشدیپ سنګ او نتېش کمار ۲ ـ ۲ افغان لوبغاړي اوټ کړل.
هند ټاکل شوی هدف د ۲۳م اور په ۲ توپ پوره او لوبه یې د ۳ لوبغاړو په زیان وګټله.
هند لپاره تر ټولو ډېرې ۸۴ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه وکړې. دغه راز کیل راهول ۳۹ او ایشان کېشن ۳۴ وکړې.
په توپ اچوونه کې بیا راشدخان او ضیاءالرحمن شریفي یوه یوه وېکټ اخیستې ده. دوهمه یو ورځنۍ نړۍواله لوبه د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره کېږي.