Homeخبرونههلمند: د دوو پخوانیو مرمیو چاودنه کې یو ماشوم مړ او ۶...

هلمند: د دوو پخوانیو مرمیو چاودنه کې یو ماشوم مړ او ۶ ټپيان شوي

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) هلمند کې د طالبانو د حکومت ځایي مسوولان وایي چې، د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کې له پخوا پاتې د دوو مرميو چاودنو له امله يو ماشوم مړ شوی او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دا مرګ ژوبله په جلا جلا پېښو کې رامنځته شوې ده.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت وایي چې، لومړۍ پېښه نن سهار د یادي ولسوالۍ مجیدچوک ساحه کې شوې.

په دې پېښه کې څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

مسوولان وایي ټپيان د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري د درملني په موخه روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.

وحدت زیاتوي چې بله پېښه نن لس بجې د یادې ولسوالۍ د اوبو ژرندې سیمه کې شوې ده.

په دې پېښه کې چاودنه پر درېیو ماشومانو شوې چې، له امله یې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ماشومان ټپیان  شوي دي.

د ټپي ټولو ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب