Homeخبرونهافغان لوبډلې هند ته ۱۹۵منډې هدف ورکړ؛ ګوربز سلیزه وکړه

افغان لوبډلې هند ته ۱۹۵منډې هدف ورکړ؛ ګوربز سلیزه وکړه

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې هندۍ لوبډلې پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

دغه لوبه د باران له امله ۲۵ اورونو ته را ښکته شوه.

افغان لوبډلې په خپل وار توپوهنه کې په ټاکلو ۲۵ اورونو کې هندۍ لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.

په توپوهنه کې رحمن الله ګوربز تر نورو لوبغاړو په زړه پورې توپوهنه وکړه او د هند پر وړاندې ۱۰۲ منډې جوړې کړې. تر ده وروسته بیا حشمت الله شهیدي ۲۷ او عظمت الله عمرزي ۲۶ منډې وکړې.

هندۍ لوبډلې لپاره بیا په توپ اچونه کې برار ۳ او ارشدیپ سنګ او نتېش کمار ۲ ـ ۲ افغان لوبغاړي اوټ کړل.

اوس د دمې وخت دی اوهندۍ لوبډله به لږه شېبه وروسته توپوهنه پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...