Homeخبرونهاقتصادي خبرونهترکمنستان په افغانستان کې د ټاپي نللیکې لپاره د ځمکو د استملاک...

ترکمنستان په افغانستان کې د ټاپي نللیکې لپاره د ځمکو د استملاک د چټکولو غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۲۵ مه) ترکمنستان او افغانستان د تاپي (TAPI) د ګاز نل‌لیکې پروژې لپاره په افغانستان کې د ځمکو د  استملاک د بهیر د چټکولو په اړه خبرې کړې دي.

دا خبر ټرېنډ خبري اژانس نن (دوشنبې) د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له قوله ورکړی دی.

دا موضوع د تاپي پروژې د مشر مراد امانوف، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر ملا عطاالله عمري، او په افغانستان کې د ترکمنستان د سفیر خواجه اوېزوف ترمنځ په یوه غونډه کې مطرح شوه.

په غونډه کې مراد امانوف افغان لوري ته د پروژې د عملي پرمختګ په اړه معلومات ورکړل او غوښتنه یې وکړه چې د ځمکو د استملاک او د ځمکو د بیو د ټاکلو بهیر دې د هغو هوکړو له مخې چټک شي چې د دې پروژې د څلورو ګډونوالو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

تر دې مخکې د اذربایجان د کسپین سمندرګي شرکت (ASCO) کښتیو، چې د ازکون هولډینګ برخه ده، د ټاپي پروژې د رغونې لپاره د پایپونو لېږد پیل کړی دی.

دغه پایپونه د باکو له بندر څخه د ترکمنباشي نړیوال سمندري بندر ته انتقالېږي.

ټاکل شوې ده چې د کال تر پایه پورې کښتۍ د تاپي پروژې د رغونې د بهیر په چوکاټ کې ټولټال ۱۱ زره او ۷۰۰ پایپونه خپل منزل ته ورسوي.

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې عملي کار پیل شوی او لږترلږه ۲۰ کیلومتره پایپونه اېښودل شوي دي. ویل شوي چې د روان میلادي کال تر پایه به د ترکمنستان له پولې څخه هرات ښار ته نللیکېه وغځول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...