محمد ابراهیم شینواری
رمضان هغه مبارکه میاشت ده چې د انسانانو د هدایت، شفا، رحمت، رڼا او موعظې لپاره پکې قرآن کریم نازل شوی دی. دا لیکنه د همدې روښانه کتاب د آیتونو په رڼا کې ترتیب شوې ده.
قرآن کریم خپل ځان تر هر بل کتاب موږ ته ښه معرفي کړی دی او په ګڼو آیتونو کې یې خپل مقام، هدف او ځانګړنې په ډېر ژور ډول بیان کړې دي.
قرآن کریم ځان ته کوم نومونه او صفتونه کارولي دي؟
قرآن کریم په خپلو آیتونو کې د ځان لپاره دا بېلابېل ښکلي نومونه او صفتونه کارولي دي چې د دې کتاب عظمت او ځانګړنې څرګندوي: القرآن، الکتاب، الفرقان، الذکر، التنزیل، قرآن حکیم، قرآن کریم، قرآن مبین، قرآن مجید، قرآن عظیم، نور، ذکر مبارک، هدایت، بیان، شفاء، رحمت، موعظه، برهان، میزان، احسن الحدیث، آیات مبین او حکم.
قرآن کریم په خپلو آیتونو کې څه ډول کتاب بلل شوی دی؟
قرآن کریم په خپلو آیتونو کې ځان داسې راپیژندلی دی:
- له شک څخه پاک کتاب دی چې متقیانو ته هدایت دی. (بقره: ۲)
- د خلکو لپاره هدایت او د هدایت ښکاره نښې دي. (بقره: ۱۸۵)
- د الله له لوري د انسانانو لپاره یو ابلاغ او پیغام دی (ابراهیم: ۵۲)
- د حق کتاب دی چې د خلکو د هدایت لپاره نازل شوی دی. (زمر: ۴۱)
- د ټول بشریت لپاره د پند او یادونې کتاب دی. (قلم: ۵۲)
- د پیغمبر پر زړه نازل شوی، د پخوانیو کتابونو تصدیقوونکی او د مؤمنانو لپاره هدایت او زیری دی. (بقره: ۹۷)
- د خلکو لپاره روښانه بیان او د متقیانو لپاره هدایت او موعظه ده. (آل عمران: ۱۳۸)
- د الله له لوري نازل شوی باعزته او نه ماتېدونکی کتاب دی. (فصلت: ۴۲)
- د قدر په شپه نازل شوی الهي کتاب دی. (قدر: ۱)
- داسې کتاب دی چې ځینې آیتونه یې محکم او ځینې متشابه دي. (آل عمران: ۷)
- د پخوانیو الهي کتابونو تصدیقوونکی او پر هغوی ساتونکی دی. (مایده: ۴۸ – یونس: ۳۷)
- د هدایت تر ټولو غوره کلام دی چې د مومنانو زړونه نرموي. (زمر: ۲۳)
- متقیانو ته هدایت (بقره: ۲)، مسلمینو ته هدایت، رحمت او زیری (نحل: ۸۹)، مؤمنانو ته هدایت، زیری، موعظه، شفا او رحمت (یونس: ۵۷؛ اسراء: ۸۲)، او محسنینو ته زیری دی (لقمان: ۳).
- د خلکو لپاره بیان، برهان او روښانه رڼا ده. (نساء: ۱۷۴)
- د ټولو عالمونو لپاره خبرداری دی. (فرقان: ۱)
- روښانه عربي قرآن دی. (زمر: ۲۸)
- د هدایت لپاره د ضروري حقیقتونو واضح بیان دی. (نحل: ۸۹)
- د کتاب ښکاره آیتونه او د حق او باطل بیانونکی فرقان دی. (الحجر: ۱)
- د الله له لوري یو ستر حجت دی. (انعام: ۱۵۷)
- د پخوانیو امتونو د قیصو له لارې د عبرت سرچینه ده. (یوسف: ۱۱۱)
- د حکمت ډک کتاب دی. (یونس: ۱)
- د الله آیتونه او حکیمانه ذکر بیانوي. (آل عمران: ۵۸)
- د نیکو مؤمنانو لپاره زیری دی. (اسراء: ۹)
- د پیغمبر او منکرانو تر منځ یوه پرده ګرځي. (اسراء: ۴۵)
- د رسول الله او د هغه د امت لپاره د یادونې کتاب دی. (زخرف: ۴۴)
- مبارک ذکر دی چې پر رسول الله نازل شوی دی. (انبیا: ۵۰)
- د حق او باطل تر منځ بیلونکي ښکاره آیتونه لري. (النمل: ۱ – نور: ۱)
- په عربي فصیحه ژبه کې نازل شوی الهي حکم دی. (رعد: ۳۷)
- د حکیم او علیم ذات له لوري رسول الله ته ښوول شوی کتاب دی. (النمل: ۶)
- داسې ذکر دی چې الله د پند اخستونکو لپاره آسان کړی دی. (القمر: ۱۷، ۲۲، ۳۲، ۴۰)
- داسې عظیم کتاب دی چې که پر غره نازل شوی وای، هغه به د الله له ویرې ټوټه شوی وای. (الحشر: ۲۱)
- په ترتیل سره پر رسول الله نازل شوی قرآن دی. (الانسان: ۲۳)
- رسول الله ته ورکړل شوی سبع مثاني او عظیم قرآن دی. (الحجر: ۸۷)
- له حکمته ډک قرآن دی. (يس: ۲)
- شعر نه دی، بلکې یو ذکر او روښانه قرآن دی. (يس: ۶۹)
- د نصیحت او پند کتاب دی. (ص: ۱)
- د پوهېدونکي قوم لپاره د مهربان او بښونکي ذات له لوري نازل شوی کتاب دی. (فصلت: ۳)
- ښکاره آیتونه دي چې الله پرې هغه څوک هدایت کوي چې غواړي یې. (نور: ۴۶ – حج: ۱۶)
- د اختلاف کوونکو لپاره روښانه بیان او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دی. (نحل: ۶۴)
د قرآن د مقام او ساتنې تضمین
- قرآن کریم یو مجید او باکرامته کتاب دی. (ق: ۱ – واقعه: ۷۷ – بروج: ۲۱)
- دا کتاب الله تعالی نازل کړی دی او ساتنه یې هم هغه کوي. (حجر: ۹)
په قرآن کې څه شی بیان شوي دي؟
قرآن کریم د انسان د هدایت لپاره ډېر مهم حقیقتونه بیانوي:
- د خلکو د هدایت لپاره بېلابېل مثالونه بیان شوي دي. (اسراء: ۸۹ – کهف: ۵۴ – زمر: ۲۷)
- د عاقلانو لپاره پکې پند او یادونه ده. (انبیا: ۱۰)
- د پخوانیو امتونو قیصې بیانوي. (نمل: ۷۶)
- د هدایت غوښتونکو لپاره هدایت دی. (نمل: ۹۲)
- د مومنانو لپاره شفاء او رحمت دی. (فصلت: ۴۴)
له قرآن سره زموږ چلند څنګه باید وي؟
قرآن کریم مسلمانانو ته د دې کتاب د تعامل طریقه هم ښيي:
- په قرآن کې باید تدبر او فکر وشي. (النساء: ۸۲ – محمد: ۲۴ – مؤمنون: ۶۸).
- د قرآن حق تلاوت باید وشي. (بقره: ۱۲۱)
- د قرآن د احکامو پیروي باید وشي. (اعراف: ۱۷۰)
- د قرآن د اورېدو پر مهال باید چوپتیا او توجه وساتل شي. (اعراف: ۲۰۴)
- د تلاوت پر مهال باید له شیطان څخه الله ته پناه یوړل شي. (نحل: ۹۸)
- قرآن باید په ترتیل او آرامه تلاوت شي. (مزمل: ۴)
- د شپې په عبادت کې باید د قرآن آسان او روان تلاوت وشي. (مزمل: ۲۰)
- د قرآن په لوستلو کې باید بیړه ونه شي. (طه: ۱۱۴)
- د قرآن احکام او پیغام باید نورو ته هم بیان شي. (آل عمران: ۱۸۷).
- د قرآن پیروي وشي او تقوی حاصله کړل شي. (انعام: ۱۵۵).
- د دې نازل شوي وحې تعقیب هدایات تعقیب او ومنل شي. (اعراف: ۳).
- د قرآن د احکامو پر بنسټ حکم او عمل وشي. (مائده: ۴۹).
قرآن کریم د څه لپاره نازل شوی دی؟
قرآن کریم د انسان د هدایت، اصلاح او بیدارۍ لپاره نازل شوی الهي کتاب دی. په قرآن کې د نزول ګڼ هدفونه بیان شوي دي، چې مهم یې دا دي:
- د خلکو د خبرداري او الهي پیغام د ابلاغ لپاره.(انعام: ۱۹)
- د مومنانو لپاره د شفاء، هدایت او رحمت په توګه. (اسراء: ۸۲)
- د نېغې لارې او رشد پر لور د انسان د هدایت لپاره. (جن: ۲)
- د توحید د ټینګولو او د عدالت او میزان د قایمولو لپاره. (حدید: ۲۵)
- د رباني انسانانو د روزنې او تربیې لپاره. (آل عمران: ۷۹)
- د مومنانو په زړونو کې د خشوع او عاجزۍ د پیدا کېدو لپاره. (مریم: ۵۸ – حدید: ۱۶)
- له تیارو څخه د رڼا پر لور د خلکو د ایستلو لپاره. (ابراهیم: ۱ – طلاق: ۱۱)
- د خلکو تر منځ د حق او عدالت د پرېکړې لپاره. (نساء: ۱۰۵)
- د عقل، فکر او تدبر د هڅولو لپاره. (یوسف: ۲ – زخرف: ۳ – ق: ۴۵)
- د سلامتیا او نېکمرغۍ لارو ته د انسان د رهبري لپاره. (مایده: ۱۶)
- د پند، یادونې او تدبر لپاره. (ص: ۲۹)
- د غوره قیصو او د پخوانیو امتونو د عبرت لپاره.(یوسف: ۳)
- د حلال او حرام د حدودو د بیان او د حق او باطل د لارې د څرګندولو لپاره. (انعام: ۵۵)
- د کافرانو او ظالمانو د خبرداري لپاره. (مریم: ۹۷ – یس: ۱۱)
- د برکت لرونکي کتاب په توګه د پخوانیو الهي کتابونو د تصدیق او د خلکو د خبرداري لپاره. (انعام: ۹۲)
- په روښانه عربي ژبه د الهي پیغام د رسولو لپاره. (شعرا: ۱۹۵)
- د خلکو د بیدارۍ او مومنانو ته د ذکر او نصیحت لپاره. (اعراف: ۱–۲)
- د آیتونو د بیان له لارې د حقیقتونو د روښانه کولو لپاره. (انعام: ۱۰۵)
- د الله د اوامرو د پیروۍ او د تقوا د پیدا کېدو لپاره. (انعام: ۱۵۵)
- د الله له لوري د انسان د تعلیم لپاره. (الرحمن: ۲)
- مومنانو ته د الله د جنت او نعمتونو د وعدې د پوره کېدو ډاډ ورکولو لپاره. (توبه: ۱۱۱)
- د خلکو تر منځ د حق او باطل د تشخیص لپاره. (اسراء: ۱۰۶)
- د خلکو د پرهیزګارۍ او پند اخیستو لپاره. (طه: ۱۱۳ – الشورى: ۷)
- د انسان د عملونو د حساب او د الله د علم د پراخوالي د یادونې لپاره. (یونس: ۶۱)
- د لمونځ او ذکر د هڅونې له لارې د فحشا او منکر د مخنیوي لپاره. (عنکبوت: ۴۵)
- د رسول الله او مومنانو د زړونو د ثبات او ډاډ لپاره. (الفرقان: ۳۲ – نحل: ۱۰۲)
کوم کسان قرآن نه مني، او له پیغام څخه یې ګټه نه اخلي؟
قرآن کریم ځینې داسې ډلې یادوي چې د قرآن له هدایت څخه ګټه نه اخلي. د هغوی مهمې ځانګړتیاوې دا دي:
- هغه کسان چې قرآن په ټوټو وېشي او یوازې هغه برخې مني چې د دوی له غوښتنو سره برابرې وي. (الحجر: ۹۱)
- لجوج او حق دښمنه کسان چې د حق له ښکاره کېدو سره سره مخالفت کوي. (الإسراء: ۴۱)
- متکبر کافران چې د تکبر له امله د الهي پیغام منلو ته چمتو نه وي. (سبأ: ۳۱)
- هغه کسان چې د قرآن د اورېدو مخه نیسي او د خلکو پام د شور او ګډوډۍ په جوړولو اړوي. (فصلت: ۲۶)
- هغه کسان چې د قرآن له آیتونو څخه اعراض کوي او هغه شاته غورځوي. (بقره: ۱۰۱)
- هغه کسان چې د تعصب، کرکې او د زړه د تړل کېدو له امله د قرآن پیغام نه مني. (الإسراء: ۴۶)
- هغه کسان چې له ښکاره الهي نښو او آیتونو څخه هم اعراض کوي. (الإسراء: ۶۰)
- هغه کسان چې د قرآن اورېدل یې په زړونو کې خشیت نه پیدا کوي او د الله په وړاندې سجدې او عاجزي ته نه هڅېږي. (الانشقاق: ۲۱)
- هغه کسان چې د آخرت د ملاقات هیله نه لري او د الله دوامداره علم او حضور ته پام نه کوي. (یونس: ۱۵ – ۶۱)
- هغه کسان چې د قومي او دنیوي مقامونو پر بنسټ د انسانانو ارزښت ټاکي او فکر کوي چې الهي وحی باید یوازې د شتمنو او با نفوذه کسانو لپاره وي. (الزخرف: ۳۱)
د قرآن چلنج
قرآن کریم منکرانو ته ښکاره چلنج ورکړی دی:
- که انسانان او پېریان ټول سره یوځای شي، د دې قرآن په شان کتاب نشي راوړلی. (اسراء: ۸۸)
- که څوک وايي چې دا د انسان جوړ کړی کتاب دی، نو د دې په شان یو سورت دې راوړي. (یونس: ۳۸)
- یا دې د دې په شان لس سورتونه راوړي. (هود: ۱۳)
- د الله د کلمو بدلول د هیچا په وس کې نشته. (کهف: ۲۷)
خلک به له قرآن سره څه ډول چلند کوي؟
قرآن کریم دا هم بیانوي چې ځینې خلک له دې الهي کتاب سره ناسم چلند کوي:
- رسول الله به په قیامت کې الله تعالی ته شکایت وکړي چې قوم (امت) یې قرآن مهجور کړی وو. (فرقان: ۳۰). [د مهجور مفهوم دا دی چې د قرآن تلاوت، پکې تدبر او پرې عمل پرېښودل شي.]
- ځینې خلک د قرآن حقیقتونه پټوي. (بقره: ۱۵۹)
- ځینې خلک د کتاب ځینې برخې ښکاره کوي او ځینې پټوي. (مایده: ۱۵)
عمومي نتیجه ګیري
قرآن کریم د انسان د هدایت، اصلاح او پر سمه لاره د تللو لپاره نازل شوی الهي کتاب دی، او د انسان د فردي او ټولنیز ژوند لپاره د هدایت، پند، رحمت او رڼا څخه ډک دی. د مسلمانانو مسؤولیت دا دی چې له قرآن سره ژوره اړیکه ټینګه کړي، تلاوت یې کړي، تدبر پکې وکړي، د هغه په رڼا کې د کتاب او حکمت علم تر لاسه او خپل نفس تزکیه کړي. او تر دغسې شخصیت جوړونې د ټولنې خدمت ته د یو صالح او مسؤول انسان په توګه راودانګي. لنډه دا چې د دې ستر کتاب د لارښوونو پر بنسټ خپل دا ژوند تنظیم کړي، د بل ژوند لپاره تیاری وکړي، او د خالق ملاقات او رضوان ته هیله من اوسي.