Homeخبرونهچین یو وار بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د...

چین یو وار بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره د منځګړتوب وړاندیز وکړ

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۲۵ مه) چین د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا وړاندیز وکړ چې د  افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي د کمولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان وویل: «تر ټولو بیړنی کار دا دی چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي او دواړه هېوادونه ژر تر ژره د خبرو مېز ته راوګرځول شي.»

هغه زیاته کړه: «چین چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پخلاینې او د اړیکو د ښه کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.» نوموړي وویل چې بېجینګ په وروستیو ورځو کې د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې هم کړې دي.

دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په ټېلفوني خبرو کې وویل چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ شخړې باید د زور پر ځای د خبرو او مشورو له لارې حل شي.

همداراز د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو په لړ کې کابل او اسلاماباد ته سفرونه وکړل.

1 COMMENT

  1. سلام
    ډیره عالی ، روښانه علمی او دینی لیکنه ده په مناسبو اصطلاحاتو او مطالبو کې ترکیب شوې ده. کور ودان شینواریصاحب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...