Homeخبرونهاقتصادي خبرونههند د افغانستان د صادراتو تر ټولو پر ستر بازار بدل شوی

هند د افغانستان د صادراتو تر ټولو پر ستر بازار بدل شوی

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۹ مه) د هند د فرست پوسټ خپرونې د راپور له مخې، هند د افغانستان د صادراتي مالونو تر ټولو پر لوی بازار بدل شوی او په دې برخه کې یې د پاکستان ځای نیولی دی؛ هغه بدلون چې د کابل په سیمه‌ییزو سوداګریزو اړیکو کې مهم تحول بلل کېږي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوس نژدې ۴۳ سلنه افغان صادرات هند ته ځي. په ۲۰۲۵ کال کې هند ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۷۵۵ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۴ کال د ۶۱۲ میلیون ډالرو پرتله له ۲۳ سلنې ډېر دی.

په ورته وخت کې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۳۸.۲ سلنه راکم شوي او له ۸۱۷ میلیون ډالرو څخه ۵۰۵ میلیون ډالرو ته ټیټ شوي دي.

دغه بدلون په داسې حال کې رامنځته شوی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او افغانستان هڅه کوي خپلې سوداګریزې لارې او اقتصادي شریکان متنوع کړي.

افغانستان هند ته وچ انځر، مميز، زعفران، انجه یا هنګ، پسته، بادام، غوزان، مڼې او بېلابېلې مسالې صادرې کړي، په داسې حال کې چې له هند څخه درمل، صنعتي اومه مواد، بوره، د موټرو پرزې، ماشینونه او نور توکي واردوي.

د فرسټ پوسټ پر اساس، د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاري یوازې په سوداګرۍ پورې محدوده نه ده؛ بلکې د کانونو او مهمو مینرالونو په برخه کې هم د همکاریو خبرې روانې دي. کابل هڅه کوي د لیتیم، مسو او نادرو ځمکنیو عناصرو په برخو کې هندي پانګونه راجلب کړي.

متخصصان وايي، له افغانستان سره پراخې اقتصادي اړیکې د هند لپاره ستراتیژیک اهمیت هم لري، ځکه نوی ډیلی غواړي په کابل کې خپل نفوذ وساتي، د مهمو مینرالونو سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي او په سیمه کې د چین د پراخېدونکي نفوذ توازن وساتي.

سره له دې چې هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې مخ په پراخېدو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب