Homeخبرونهایران: له افغانستان سره دوامداره تعامل، د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول...

ایران: له افغانستان سره دوامداره تعامل، د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول او بشري مرستې اړینې دي

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۹ مه) په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي، سعید ایرواني، تېره شپه (دوشنبه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له اوسنیو واکمنو چارواکو سره تعامل ته دوام ورکړي، بشري مرستې زیاتې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بې‌قید او شرطه خوشې کړي.

ایرواني وویل چې افغانستان لا هم له پېچلو بشري، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان، چې د هېواد کابو ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د بشري اړتیاوو د ځواب پلان لا هم له جدي مالي کمښت سره مخامخ دی او نړیوال مرستندویان باید د ژوند ژغورونکو مرستو لپاره دوامدار او انعطاف‌من مالي ملاتړ برابر کړي.

د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو غوښتنه

د ایران استازي ټینګار وکړ چې د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره باید کنګل شوې شتمنۍ بې قید و شرطه خوشې شي او هغه خنډونه لرې شي چې د هېواد اقتصادي بیا رغونه ټکنۍ کوي.

هغه وویل، بشري مرستې باید له سیاسي موخو پاکې او بې‌طرفه پاتې شي.

له طالبانو سره تعامل مهم دی

ایرواني وویل چې د افغانستان د ثبات او ستونزو د حل لپاره له اوسنیو واکمنو چارواکو سره دوامداره نړیوال تعامل ضروري دی.

د هغه په وینا، رغنده خبرې اترې د بشري، اقتصادي، د نشه‌یي توکو ضد مبارزې او حکومتولۍ اړوند ستونزو د حل لپاره مهمې دي.

هغه د دوحې بهیر مهم وباله او ویې ویل چې ایران د مخدرو موادو ضد او خصوصي سکتور په کاري ډلو کې فعاله ونډه اخیستې ده.

د کوکنارو د کښت د کمېدو هرکلی

ایران د افغانستان د کوکنارو د کښت د کمېدو هرکلی وکړ او دا یې یوه مهمه بریا وبلله، خو خبرداری یې ورکړ چې د کلیوالو سیمو اقتصادي ستونزې لا هم جدي دي.

هغه وویل که د بدیلو معیشتونو، کلیوالي پراختیا او بازارونو ته د لاسرسي لپاره پانګونه ونه شي، دا پرمختګونه به دوامدار نه وي.

د ښځو او نجونو حقونه

ایرواني د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د زده‌کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز مشارکت محدودول نه یوازې د بشري کرامت خلاف دي، بلکې د افغانستان اقتصادي پرمختګ هم زیانمنوي.

هغه وویل:

«دا محدودیتونه د اسلام له حقیقي لارښوونو سره سمون نه لري.»

ایران له اوسنیو افغان چارواکو وغوښتل چې ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار حقونه تضمین کړي.

ایران: د ښځو خلاف د طالبانو بندیزونه د اسلام له اصلي او حقیقي لارښوونو سره سمون نه لري

امنیتي اندېښنې او داعش

د ایران استازي وویل چې د داعش خراسان په ګډون ترهګرې ډلې لا هم د افغانستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان باید هېڅکله د ترهګرو ډلو خوندي پناهځای نه شي او د دې هېواد خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه

ایرواني د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو کړکېچونو ته په اشارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او اعتماد جوړونې د سیمه‌ییزو هڅو هرکلی وکړ.

هغه د اختلافاتو د سوله‌ییز حل غوښتنه وکړه او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د زغم او کړکېچ کمولو غوښتنې یې ملاتړ وکړ.

د کډوالو کوربه هېوادونو ملاتړ

ایران وویل چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د وضعیت تر ټولو لوی پېټی پر اوږو وړي.

ایرواني یادونه وکړه چې ایران له څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او هغوی ته یې د زده‌کړو، روغتیا او نورو اساسي خدمتونو زمینه برابره کړې ده.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو د کوربه هېوادونو ملاتړ زیات کړي.

د یوناما د ماموریت ملاتړ

ایران د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځېدو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې یوناما د افغانانو د ملاتړ، د نړیوالو مرستو د همغږۍ او د خبرو اترو د اسانتیا لپاره مهم رول لري.

ایرواني د یوناما د نوي مشر د ژر ټاکل کېدو غوښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان د چارواکو نظرونه باید په پام کې ونیول شي.

هغه په پای کې ټینګار وکړ چې ایران به له ملګرو ملتونو، ګاونډیو هېوادونو، سیمه‌ییزو سازمانونو او نورو شریکانو سره د یوه باثباته، سوله‌ییز او سوکاله افغانستان د رامنځته کولو لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب