Homeخبرونهایسلنډ پرله‌پسې نولسم کال د نړۍ تر ټولو سوله‌ییز هېواد پاتې شو

ایسلنډ پرله‌پسې نولسم کال د نړۍ تر ټولو سوله‌ییز هېواد پاتې شو

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۹ مه) د سولې نړیوال شاخص یا انډیکس، چې هر کال د نړۍ په ۱۶۳هیوادونو کې د ارامښت او سولې رتبې خپروي، د ۲۰۲۶ کال فهرست خپور کړ.

د دې لیست پر اساس، ایسلنډ د پرله‌پسې نولسم کال لپاره د نړۍ د تر ټولو سوله‌ییز هېواد په توګه خپل مقام ساتلی دی. دغه هېواد دایمي پوځ نه لري، د جرمونو کچه پکې ډېره ټیټه ده او ټولنیز باور پکې لوړ دی. د راپور له مخې، ایسلنډ د نورو هېوادونو پرتله «په څرګند توپیر» سوله‌ییز هېواد بلل شوی دی.

په ۲۰۲۶ کال کې د نیوزیلنډ یو مقام پورته شوی او د نړۍ دوهم سوله‌ییز هېواد ګرځېدلی دی. دغه هېواد د آسیا ـ ارام سمندر سیمې د هېوادونو په منځ کې د روانو شخړو په شاخص کې تر ټولو ټیټه نومره ترلاسه کړې ده.

سویس د نړۍ په کچه درېیم، سلوانیا د دوو رتبو په اخیستلو سره څلورم او ایرلنډ پنځم مقام خپل کړی دی. ایرلنډ د خپل مېلمه‌پال او ارام چاپېریال له امله تل د نړۍ د سوله‌ییزو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي.

له بلې خوا، روسیه د لېست په وروستي مقام کې راغلې او د نړۍ تر ټولو کم‌سوله هېواد بلل شوې ده. سوډان، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، اوکراین او اسرائیل هم د پنځو وروستیو هېوادونو په کتار کې شامل دي.

راپور ښيي چې لوېدیځه او مرکزي اروپا لا هم د نړۍ تر ټولو سوله‌ییزې سیمې دي، په داسې حال کې چې منځنی ختیځ او شمالي افریقا د سولې له پلوه تر ټولو ټیټه درجه لري.

ختیځه اروپا او منځنۍ آسیا یوازینۍ سیمې وې چې د تېر کال پرتله یې د سولې په وضعیت کې عمومي ښه‌والی ثبت کړی، خو جنوبي آسیا تر ټولو ډېر شاتګ کړی دی. دا شاتګ تر ډېره په نیپال او پاکستان کې د سولې د کچې د کمېدو له امله رامنځته شوی دی.

پولنډ د هېوادونو په کچه تر ټولو ستر پرمختګ کړی او د دې هېواد د سولې عمومي نومره ۹.۱ سلنه ښه شوې ده. دپولنډ ۲۳ رتبې لوړې شوي او د نړۍ ۲۲م مقام یې خپل کړی، چې عمده دلیل یې د روانو شخړو په شاخص کې ۱۷.۵ سلنه ښه‌والی بلل شوی دی.

تر پولنډ وروسته ګابون، لیسوتو، اوکراین او ترکیې تر ټولو زیات پرمختګ کړی دی. د ترکیې د وضعیت ښه‌والی د حکومت او د کوردستان د کارګر ګوند (PKK) ترمنځ د سولې د بهیر له دوام سره تړاو لري.

په مقابل کې، نیپال تر ټولو ډېر شاتګ کړی دی. د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر د جنرېشن زیډ « Gen Z» له اعتراضونو وروسته د دغه هېواد د سولې عمومي نومره ۹.۱ سلنه راټیټه شوې ده. له نیپال وروسته چاد، د کانګو جمهوریت، پاکستان او تانزانیا هغه هېوادونه دي چې د سولې په شاخص کې یې تر ټولو ډېر منفي بدلون تجربه کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب