چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د خبریال ملي ورځ

د خبریال ملي ورځ

تاند- د مارچ ۱۷ مه په افغانستان کې د خبریال ورځ نومول شوې او له ۱۳۹۷ لمریز کال راهیسې دا ورځ د خبریالانو د زحمتونو د قدرونې لپاره لمانځل کېږي.

د خبریال ورځ سږ کال په داسې حال کې لمانځل کېږي چې له یوې خوا شکایت دی چې د خبریالانو خولې ورپټې شوي او له زیاتو محدودیتونو سره مخامخ دي خو له بلې خوا د تېرو کلونو په پرتله له لږ هدفي بریدونو او وژنو سره مخامخ دي.

خو بې له شکه د پخوا په پرتله خبریال زیات نیول کېږي او ډیر ګواښل کېږي.

په ۲۰۲۱ کې ۴، په ۲۰۲۰ کې ۶، په ۲۰۱۹ کې ۵، په ۲۰۱۸ کې ۱۶ او په ۲۰۱۷ کې ۱۵ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي وو.

د ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو د لومړۍ دورې له پای ته رسیدو وروسته رسنیو د افغانستان په تاریخ کې په بې ساري ډول وده وکړه، سلګونه راډیوګانې او تلویزیونونه جوړ شول او زرګونه خبریالان وروزل شول. خو په همدې دوره کې (تر ۲۰۲۱ پورې) لږترلږه ۷۷ خبریالان ووژل شول.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته له یوې خوا سلګونه خبریالان له افغانستانه ووتل، له بلې خوا لږترلږه نیمايي رسنیو فعالیت ودراوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب