Homeخبرونهعبدالسلام ضعیف:د پاکستان کړنې کټ مټ د اسرائیلو په شان دي

عبدالسلام ضعیف:د پاکستان کړنې کټ مټ د اسرائیلو په شان دي

 تاند (سه شنبه د کب – حوت ۲۶مه) پخوانی طالب چارواکی ملاعبدالسلام ضعیف کابل کې د معتادینو پر روغتون د پاکستان د پوځي رژیم د دوشنبې د شپې هوایي یرغل ته په غبرګون کې ویلي چې، «ناځوانه دوښمن» یعنې پاکستان یو ځل بیا په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز برید کړی او ګڼو ناروغانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

هغه زیاته کړې: «داسي کړنې کټ مټ د صهیونستي رژیم په شان د غزې د مظلومانو پر وړاندې کړنو ته ورته دي».

هغه په ټینګار سره ویلي، په‌ کار ده چې پاکستان په نړیواله کچه محکوم شي.

په ورته مهال د طالبانو د اطلاعات و کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي په خپلو ټولنیزو پاڼو زیاتوي: «پاکستان پوځي رژیم کابل کې د معتادینو د تداوۍ زر بستریز روغتون په نښه کړی چې په‌کې ګڼ شمېر هغه معتادین چې تر درملنې لاندې وو ژوبل او شهیدان شوي دي».

دا غبرګونونه په داسې مهال ښودل کېږي چې، د پاکستان پوځي رژیم دوشنبه د شپې پرمهال په کابل کې د روږدو پر روغتون هوایي برید وکړ او د وروستیو مالوماتو له مخې په دې برید کې سلګونه روږدې کسان مړه او ژوبل دي.

د یاد روغتون د رئیس رسنیو ته ویلي چې، په دې روغتون کې تر ۲۰۰۰ زره روږدې تر درملنې لاندې وو چې، سلګونه کسان په کې مړه او ټپيان دي.

د مرګ ژوبلې ارقام لا وروستي شوي نه دي خو یوې امنیتي سرچینې بیا تاند ته وویل چې، په روغتون کې مېشت هېڅوک ژوندي نه دي پاتې.

له دې ور اخوا د پاکستان پوځي رژیم په ننګرهار کې هم یوشمېر سیمې  په نښه کړي خو لا یې د مرګ ژوبلې ارقام نه دي ورکړل شوي.

حامد کرزي،کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...