لیکنه: غني حسن
لنډهسریزه:
په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې په ۱۴۵۵م کال کي چاپ کړ، چي دغه چاپ د اروپا انقلاب هم بلل کېږي، تر یادې نېټې شاوخوا ۴۵۰ کاله وروسته دغه د صنعت او پرمختګ لړۍ افغانستان ته رارسېږي او دلته بیا امیرشیرعلي خان په امر لومړنی کتاب د مولانا عبدالرحمن (حجة قویه د رابطال عقاید وهابیه غویه) رساله یاده سوې ده. په افغانستان کي بیا تر شمسالنهار وروسته د سراجالاخبار پیل د افغانستان رئنسانس یادولای سو، او په دې کتار کي د طلوع افغان اخبار چي د افغانستان د استقلال او د اماني غورځنګ د خوځښتونو څخه یو محصول او د پښتو ژبي له لومړنیو اخبارونو څخه یو بلل کېږي، چي لومړنۍ ګڼه ئې په ۱۳۰۰هـ ش/۱۹۲۱م کال کي له کندهاره خپره سوې ده.
طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي کتاب:
یاد اثر، چي استاد او څېړونکي محمدهارون صمیم لیکلی او راټول کړی دئ، پر شپږو عمومي برخو ویشل سوی دئ، او هره برخه ئې باندي لازمه ده، چي لږ رڼا واچول سي:
د کتاب لومړۍ برخه: استاد هارون صمیم د کتاب په لومړۍ برخه کي؛ په پښتو ژبه، ادب او مطبوعاتو کي د طلوع افغان رول یوه خوندوره مقاله کښلې ده، چي پکښې د طلوع افغان اخبار څرک، پيل، غونډو، مشاعرو، راپورونو، جایزو، او مخکښو کسانو اړوند، او همداسي د ژبي، لغتونو، ګرامري چوکاټونو، اصطلاحاتو او مفهومونو باندي یو ژور بحث کړی دئ. په دې برخه کي ئې دوهم ځای د طلوع افغان سل کلن کرونولوژیک تاریخي بهیر ، چي د ۱۳۰۰هـ کال د سرطان له میاشتي شروع بیا تر ۱۴۰۰هـ سرطان یا چنګاښ میاشتي پوري د طلوع افغان مدیرانو هغه فهرست دی، چي د هغو دکار پيل، پای د طلوع افغان اخبار د چاپ ورځي، ساده والی یا رنګه والی، سایز کلونه او میاشتو باندي ئې لیکوال او راټولوونکي په بشپړه ستړیا سره خواري کښلې ده.
د کتاب دوهمه برخه: د کتاب په دوهمه برخه کي لیکوال د طلوع افغان ټول مدیران په لنډ ډول معرفي کړيدي، چي د مؤسس او لومړي کال څخه پیلېږي او بیا د هغه د دندي تر وروستۍ نېټې پوري د هغو څو نومونه د یاوني وړ بولم:
- مولوي صالح محمد کندهاری
- بابا عبدالعزیز الکوزی
- خواجه محمد
- سید حسین سید
- عبدالحی حبیبي
- محمد یوسف ایازي
- قیامالدین خادم
- محمد شاه ارشاد
- محمد نجیم اریا
- غلام محی الدین ایوبي
- محمد ابراهیم عطائي
- محمد ولي زلمی
- اغا محمد کرزی
- عبدالصمد ویسا
- غلام غوث خیبري
د ثور تر اوښتون وروسته د طلوع افغان حالت او مدیران ئې:
- شهامت خیبري
- محمد ایوب
- شېرآغا
- مولاجان
- محمدظاهرمشفق
- عبدالکرریم
- عبدالقدوس باعث
د طلوع افغان درېیمه دوره(د طالبانو اول تحریک)
- مولوي عبدالرحمن هوتکي
- مولوي احمدجان احمدي
- میرویس باوري
- رحمت الله رحمت
- یار محمد همتوال
- احمدالله وثیق
د طلوع افغان وروستۍ شل کلونه او مدیران ئې:
- عبدالقدوس باعث
- رحمت الله جانان مومن
- حفیظ الله پوپل
- نیازمحمد نثار
- سیداحسان الله سادات
- بریالی فیضی
د کتاب درېیمه برخه: په دې برخه کي د طلوع افغان ۹۰یمي کلیزي په ویاړ سیمنار جوړ سوی دئ، چي لیکوال او راټولوونکي په خورا ښه ترتیب ددې سیمنار راپورونه، پیغامونه او مقالې راټولي کړي دي، چي د څو مقالو عنوانونه او لیکولانو نومونه لازم بولم:
- د افغانستان د ژورنالیزم د تاریخ په مطالعه کي د طلوع افغان زریني پاڼي – زرین انځور
- طلوع افغان د افغانستان د ورځپاڼه لیکني د تاریخ په رُڼا کي – ډاکټر فاروق انصاري
- طلوع افغان – په افغانستان کي لومړنی بشپړه پښتو خپرونه– مفتي احمد فرزان
- د پښتو صحافي نثر په تحول کي د طلوع افغان رول– مفتي احمد فرزان
- طلوع افغان – نجیب الله هوتکي
- طلوع افغان، علامه حبیبي او تاریخ– پوهاند رسول باوري
د کتاب څلرمه برخه: د کتاب په دې برخه کي لیکوال د طلوع افغان د سلمي کلیزي په اړوند راپورونه، پيغامونه او مقالې راټولي سوي دي، چي په دې سلمه کلیزه کي د پنځو استادانو لخوا د طلوع افغان سل کلن تاریخي بهیر پر پنځو پړاونو ویشل سوی دئ:
- د طلوع افغان د لومړي پړاو ، لومړۍ لسیزي په اړه – د پوهنوال شېرشاه رشاد مقاله،
- د طلوع افغان دوهم پړاو، نوی او ویاړلی پیل په اړه – د پوهنوال مطیع الله روهیال مقاله،
- د طلوع افغان درېیم پړاو، په اړه – استاد محمد هارون صمیم مقاله،
- د طلوع افغان د څلرم پړاو په اړه- د پوهندوی سیداحمد قانع مقاله،
- د طلوع افغان د پنځم پړاو په اړه- د پوهنمل نثار احمد اریا مقاله،
د کتاب پنځمه برخه: په دې برخه کي بیا ټولوونکي د طلوع افغان اړوند متفرقه لیکني راټولي کړي دي، چي په بېلابېلو وختونو کي خپرې سوي دي، د کتاب ماهیت او کیفیت ته ئې لا دروندوالی ورکړی د:
د زلمی کرزي لیکنه- طلوع افغان د کندهار تاریخي خپرونه،
د زلمي هیوادمل مقاله – د پښتو لومړی اخبار(طلوع افغان) د ژونالیزم د اصولو په رڼا کي،
د حبیب الله رفیع مقاله- طلوع افغان یا په کندهار کي د مطبوعاتي فعالیت لمر څرک،
د عبدالخالق خاموش مقاله- د طلوع افغان په لومړیو لس کلونو کي پښتو نشرات،
د کتاب شپږمه او وروستۍ برخه: لیکوال او ټولوونکي هڅه کړېده چي د طلوع افغان د تاریخي اخبار په اړوند چي کوم شاعرانو چي د طلوع افغان ته خپل د خوښۍ، لېوالتیا، زیري، هیلي او احساساتو څرګندولو څه تخلیق کړی هغه د کتاب په پای کي راوړل سوي دي، او ددې شعرونو څخه څرګندېږي، چي هغه وخت یوې خپروني ته څوندي هڅوونه وه او څومره کار کېدئ؛ اوس خو نه دا چي زموږ نشراتي-چاپي پوښښ خراب سوی، ورسره مو د مطالعې فرهنګ هم کښته خواته تقرب کړی دئ.
خلاصه دا چي یاد کتاب موږ ته د تېر سل کلن تاریخ، یوازي د طلوع افغان خپروني؛ سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي، هنري او ادبي ذوق و شوق نه رامالوموي بلکي موږ ته خپل تېر برم، شان و شوکت هم راپیادوي، موږ چي کوم سټارټ اخیستی هغه خورا قوي او فولادي و؛ خو اوس نه دا چي تر صفر اوښتي یو، بلکي حیران یو، چي له کومه ځایه ئې بیا پیلوو؟ په مجموع کي کتاب د طلوع افغان او د پښتو بشپړه لومړنۍ تاریخي خپروني یو مستند اثر دئ، چي په دې سره به نه یوازي د ادب مینهوال ادبي تنده به خړوبه کاندي بلکي د ادب پوهنځی محصلان او استادانو ته یو ښه لنډ ادرس هم دئ. هارون صمیم ته د یاد اثر مبارکي وایم، او مننه کوم چي یاد اثر) طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي) او (د کندهار پښتو انجمن) دا دوه هغه اثار دي، چي د پښتو د معاصري تاریخي او ادبي دورې طلايي پاڼي مو ورڅخه راایستلي او خپرې کړي مو دي، چي په دې سره د نننۍ زمانې چي په سرعت څوندي تېزه او ګړندۍ روانه ده؛ نو ښايي ټول طلوع افغان خپرونو او د پښتو انجمن تاریخ ته د چا منظم او سم لاسرسی ونه رسېږي خو یاد اثار به ئې په لنډ ډول هغې حوزې او کوزې ته ور تا کړي او تا چي په دیګ کي کوم څه وه هغه دي ټول په کووکېر کي ټولو هغو علاقمندانو ته رااخیستي دي.