Homeخبرونهافغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره تمدید شو

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره تمدید شو

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۲۸مه】په افغانستان کې د یوناما ماموریت د راتلوونکي یوه کال لپاره تمدید شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) موده د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.

د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو د یوناما د ماموریت تمدید ته مثبته رایه ورکړه.

دا اداره به تر ۲۰۲۶ کال پورې په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې د یو شمېر مسایلو پر سر د دې ادارې او د طالبانو د حکومت ترمنځ ناندرۍ هم راپورته شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوناما په دې تورنه کړه چې د افغانستان انځور نړۍ ته ناسمه ښیي.

نوموړي یوناما په افغانستان کې ګټوره نه وه بللې.

له دې وړاندې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ټینګار کړی و چې د طالبانو د سیاستونو له امله د نړۍ صبر ورته ختمېدونکی دی او په کور دننه ترې افغانان ناراضه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...