تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۲۸مه】د روغتیا نړیواله ټولنه WHO خبرداری ورکوي، که دا ټولنه تمویل نشي د افغانستان ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه به وتړل شي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دا ټولنه په افغانستان کې د بودجې د کمښت په اړه اندېښمنه ده.
سرچینه وایي د بودجې کمښت کولی شي د دوی له لوري ملاتړ شوي ۸۰ سلنه اړین روغتیايي خدمات بند کړي.
سرچینې زیاته کړې، چې د بیړني اقدام پرته ۱.۸ ملیون نور افغانان به د لومړنیو روغتیایي پاملرنې څخه بې برخې شي، چې ورسره د افغانستان په ۲۵ ښارونو کې د ۱.۶ میلیون خلکو لپاره حیاتي روغتیايي پاملرنې بندې شوې دي.
د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مارچ تر څلورمې پورې په افغانستان کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودجې د نشتوالي او بېړني مداخلې د نه کولو له کبه تړل شوي دي.
سرچینه وایي دغه راز د جون تر میاشتې پورې به له ۲۲۰ څخه ډېر نور هم وتړل شي.
52 هیوادو ته چی چا ماته ورکړی وی ټول مراکز دی وتړل شی. هیواد کی زیارتونه، خلیفه ګان دی تعویضونه ورکوی اصلآ د افغانستان خلک دوا او ډاکټر، او صحی مراکزو ته ضرورت نلری. ګوری مشر شییخ هیبو څومره هوښیار سړی دی مکاتب او پوهنتونونه یی بند کړی ځکه چی دی هیواد کی تعلیم ته هم ضرورت نشته کچیری خلک پوهه شی، هوښیار شی بیا آینده کی د ملا سیاست آنټن نه ورکوی خلک باید په جهالت او بیسوادی کی وساتل شی تر څو ملایزم حکومت وکړی شی ـ