پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهآي پي اېل؛ څلور ورځې وروسته پیلېږي

آي پي اېل؛ څلور ورځې وروسته پیلېږي

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۲۸مه】د هند غوره لیګ یا آی پي اېل به د را روانې حمل میاشتې په ۳مه نېټه پیل شي.

د یادو لوبو پیل ته یواځې ۴ ورځې پاتې دي.

په سږني هند غوره لیګ کې ۷ افغان لوبغاړي لوبېږي.

راشدخان او نور احمد لکڼوال په هند کرېکټ غوره لیګ کې د لوبېدو په موخه تازه له خپلو لوبډلو سره یوځای شول.

کریم جنت او مجیب هم له خپلو لوبډلو سره یوځای شوي دي.

رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او فضل الحق فاروقي نور هغه افغان لوبغاړي دي چې په سږني هندغوره لیګ کې لوبېږي.

په ۲۰۲۴ کال کې د هند غوره لیګ (آی پي ایل) اتلولي د کولکتې نایټ رایډرز لوبډلې وګټله.

په پایلوبه کې، چې د مې په ۲۶مه نېټه په چنای ښار کې ترسره شوه، کولکتې د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې ته په اتو وېکټو ماته ورکړه.

افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په دې لوبه کې ۳۹ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...