دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورد افغانستان ملي ژبو د ودې او پراختیا (پرمختیا) ورکشاپ

د افغانستان ملي ژبو د ودې او پراختیا (پرمختیا) ورکشاپ

پوهاند دوکتور م. ا. زیار

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت: د افغانستان ملي ژبو د ودې او پراختیا (پرمختیا) ورکشاپ

تر دغه سرلیک لاندې یوورځنۍ غونډه چې د ۱۳۹۸ لیندۍ پر لسمه د ملي موزیم په تالار کې جوړه شوې وه، دوې برخې درلودې: سهارنۍ  برخه له لویه سره د بېلابېلو علمي-فرهنګي بنسټونو ګوزارشونو ته ځانګړې شوې وه او ماسپښینۍ هغه اړوندو کارغالیو ته.

د پرانېستې ویناد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر معین پوهاند رسول باوري  وکړه. ورپسې د هېواد مشر فرهنګي سلاکار استاد غضنفر پر سکالو رڼا واچوله بیا د نوموړي وزارت  فرهنګي سلاکار ډاکتر خوشال روهي وغږېد. د ګوزارشونو په لړ کې عبد الیعقوب مومند د پوهنې وزارت،څېړنوال وجیته الله شپون د علومو اکادمۍ، پوهنوال بیت ا لرحمان رودوال د ښوونې روزنې  پوهنتون،. پوهنوال اجمل ښکلي خپلې څرګندونې وړاندې کړې او او بیا استاد عطامحمد پویا د کابل پوهنتون په استازۍ بیا د ښوونيز سېستم د ښه ترا اغېزمنتیا په موخه پر دې ټینګار وکړ چې په کارده،د پرمختللي نړۍ  پرپلیونۍ بکلوریایي پېر پر دوه برخو ووېشل شي: تر لسم ټولګي ټولیز نصاب ته ځانګړي شي اوورپسې دوه کلن پېر(لږ ترلږه) پر دوه ګونو پوهنتوني څانګپوهنو، یانې ټولنيزو او ساینسی پوهنو ووېشل شي او په دې ډول زدکړیالان یوازې هماغه ټاکلي لوستونه پرمخ یوسي او ورپسئ اغلې لطیفې مجیدي د  د افغان ښځو لپاره د کانايايي سازمان د استازۍ په توګه د ملي ژبو په وده او پر مختیا کې دخبرتیایي تېکنالوجۍ ونډه ګټوره وبلله او په زړه پورې لارې چارې یې را پرګوته کړي.

تر  اوږدې غرمنۍ لارغې (وقفې) روسته غونډه پر پېنځګونو ژبپوهنیزو کارغالیو (ورکشاپو) ووېشل شوه او همداچې یې  دوې ګړۍ پس د خپل کارندویو ګوزارشونه وړاندې کړل، ډاکتر خوشال روهي ماته د ټولیزې ارزونې بلنه را کړه. ماکه څه هم  غوښتل، د ژبپوهنې د سلاکار په توګه د څېړنوال شپون پر ګوزارش داهم ورسرباری کړم چې اکادمي نه یوازې تربلې هرې پوهنیز،ښوونیز یا فرهنګي  بنسټه د ډېرو لویو او وړو ژبو څېړنیزې چارې پرمخ وړي، بلکې ترڅنګه یې له یو کال راهیسې د څه ناڅه دېرش ژبو اړوند ۲۸۴ ګړدودو سره (دافغانستان ژبپوهنې اطلس) د ځنډېدلي  بهیر د بیا پایلونې په اړه روستۍ پرمختیاوې له ګډونوالو سره شریکې کړم*

 او بیا هله  د نوموړې غونډې یوه لنډه او کوټلې ارزونه وړاندې کړم،  

خولمر نور پر ډوبېدو شو او راخپرېدونکې تیارې دټولو، په تېره دښځمنو پر سترګو تیاره  راوسته او ورسره د تړلې تورې غدۍ تراه په تراره کړې؛لومړۍتورسرې او بیا تورسري ورو ورو په توره تېښته شول.نو زما هم د اور ژبي شاعر (صنوبر مومند کاکاجي) شعر پر زړه راوورېد او بې پایلې مې  خبرو ته پایټکی کېښود:

د هغه ملا پر وعظ به څوک غوږ کېږدي

تر ممبره چې شغار ستا د پڼو ځي!

ستاسې د ټولو زیار

}} *  د اطلس دغه پروژه له آره د کابل پو هنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ، د ژبپوهنې مؤسسې  په چوکاټ کې د څلوېښتمو او پېنځوسمو لمریزو کلونو تر منځ په دغه موخه د اروپایي آریانپوهانو  په مرسته او لارښوونه د افغاني څېړونکو له خوا د هېواد له پېنځوسو ژوندیو او نیمژواندو ژبو ځنې  دېرش ژبې له ۲۸۴ ګړدودو سره په نړیواله ابېڅې ثبت شوې وې. راروسته بیا د یونسکو له غوښتنې سره سم د سویس دولت  په مالي فنډ د بېرن پوهنتون د آریانپوهنې څانګې د مشر آریانېست پروفیسر ژارژ ردار او اړوندو همکارانو له خوا يې تخنیکي چارې تر اتیایمې زېږدي کاله پرمخ وړې او له هغه راهیسې یې بهیر (پراسېس) نور همداسې نیمګړی پرېښی وو.  له تېر یوه کال راهیسې چې د جمهوري مقام له هوکې سره سم اکادمۍ ته سپارل شوې او بلخوا داچې زه پر افغاني او اروپایي کچ د هغې پروژې یوازني ژوندی پاتې او ډېرکاري استازی وم، له تېرکال راهیسې د اکادمۍ ژبپوهنې د سلاکار په توګه د درې کسیز پلاوي په ترڅ کې مې اروپاته سفر وکړ .

لومړي  مو په پاریس کې د افغان سفارت  له لارې د یونسکو له نړیوال سازمان سره خپلې غوښتنې شریکې کړې او بیا د سویس په ژنېف کې دافغاني سیاسي استازولۍ له لارې د پلازمېنې بېرن پوهنتون له مشرتابه سره د اطلس بهیر دبیا پیلونې په موخه د مالي اوتخنیکي مرستې غوښتنې رامخته کړې او ورسره مو د افغانی او سويسي غاړو تر منځ د یو نوي تړون پر اړینتیا جوړ جاړي ته ور سېدو. همداراز اړوند یونلیک {{

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب