تاسې به ډېر کله اوریدلې وي چې د نوې مالي کال، د راتلونکي مالي کال یا هم د مالي کال په اخیره کې موږ یوازې د مالي کال له لفظ سره اشنایي لرو خو لازمه ده چې دلته یې په سمه توګه شننه وکړو تر څو پوه شو چې، مالي کال یانې څه؟
د مالي کال اصطلاح یوه اقتصادي اصطلاح ده چې، په اقتصادي او مالیاتي چارو کې ګڼ نور نومونه هم لري لکه (Fiscal Year Tax Year, Financial Year ,Budget Year)
د مالي کال تعریف: د مالي کال لپاره د هر هېواد او کمپنۍ خپل، خپل تعریفونه لري او د خپل لېد لورې تر ټاکلو وروسته ورته تعریف غوره کوي.
مالي کال یوه کلنۍ محاسبوي دوره ده چې ، په ادارو، او تجارتونو کې د مالي کارونو د پیلیدو ، مالي مسایلو، ګټو او تاوان د پروژو تخصیص او مالیاتي مسایل پکې ځای په ځای شوي وي یاهم په بل عبارت مالي کال له هغه کال څخه عبارت دی چې، پیل او پای یې په مالي فعالیتونو سره وي او عموما د حسابدارۍ او مالي حساباتو لپاره په کار وړل کیږي .
د فلوریدا پوهنتون استاده او د (accounting) متخصصه (Alicia Tuovila) بیا مالي کال داسې تعریفوي:
مالي کال له هغه کلنۍ (۱۲) میاشتنۍ دورې څخه عبارت ده چې هېوادونه او کمپنۍ یې د خپلو مالي راپورونو او بودیجوي مسایلو لپاره په کار وړي.
لکه څرنګه چې پورته ذکر شول مالي کال یوه دوره ده یانې له یو ټاکل شوي وخت څخه تر بل ټاکل شوي وخت پورې مالي مسایل تر څارنې لاندې نیول، دې ته مالي کال ویلی شو.
مالي کال دې لپاره د اهمیت وړ دی چې هم ادارې او هم د ادارو شریکوال د همدې پر بنسټ خپله حسابي کوي او ګټه او تاوان له همدې قراره معلوموي مالي کال د دولتونو او مالیاتي ادارو لپاره هم یو لارښود دی چې له مخې يې له شرکتونو او ادارو څخه مالیه وضع کوي او د راتلونکي لپاره پروګرامونه ډیزاینوي.
د نورې نړۍ په مالیاتي چارو باندې زیات فوکس وي نو همدې لپاره تر ټولو غوره مالیاتي سیستمونه لري او زیات یې دې برخې ته توجه کړېده د مالي کال نظریه هم په همدې موخه را منځته شویده.
مالي کال د هېوادونو او سازمانونو په درجه بندۍ کې توپیرونه لري همدارنګه د داخلي او بیروني تفتیش په کولو سره هم تغیر کوي او د پېلېدو او پای ته رسیدو نیټې او وختونه یې بدلون لري.
امریکا : مالي کال له هغه کال څخه عبارت دی چې مالي چارو او محاسبوي پروسیجرونو ته ځانګړی شوی وي چې تکمیلي دوره یې (۱۲) میاشتې کیږي او په امریکا کې د ۵۲ \ ۵۳ اونۍ کیږي او د کال د ۳۶۴ \ ۳۶۵ له ورځو حسابیږي.
د امریکا د فیدرالي ادارې د قانون له مخې د امریکا مالي کال (Fiscal Year) د اکتوبر له لومړۍ نېټې پیلږي او د سپټمبر په دیرشمه نېټه پای ته رسیږي.
خو د 1976 یم میلادي کال څخه د مخه به د امریکا مالي کال د جولایي له لومړۍ نېټې څخه تر جون دیرشمې پورې وو
د بېلګې په ډول د امریکا ۲۰۲۰ مالي کال د ۲۰۱۹ اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه پېل او ۲۰۲۰ کال د سپټمبر د میاشتې تر دیرشمې نېټې پوری دی.
انګلستان : په انګلستان کې مالي کال هغه کال ته ویل کیږي چې ادارې په کې خپل مالي راپورونه ، مالیاتي تصفیې، د عوایدو او مصارفو حسابي او ټول مالي مسایل تر بحث لاندې نیول شوي وي دوی ددې لپاره د (Period accounting reference) اصطلاح هم کاروي . د انګلستان مالي کال د میلادي میاشتې اپریل له شپږمې پېلیږي او د بل کال د اپریل په پنځمه پای ته رسیږي.
هندوستان: په هندوستان کې مالي کال داسې تعریفیږي د عوایدو او مصارفو کلنۍ محاسبه له مالي کال څخه عبارت ده د هند مالي کال (Financial Year) د اپریل له لومړۍ نېټې څخه پېلیږي او د مارچ په یو دیرشمه پای ته رسیږي.
جاپان : جاپانیان د مالي کال په اړه خپل نظر داسې څرګندوي چې ، مالي کال د دولتونو له لورې پر عاید لرونکو کمپنیو او ادارو د بودیجې ، محاسبې او مالي تفتیش لپاره وضع کیږي چې اصلي موخه یې اقتصادي او مالي پیاوړتیا ده.
په جاپان کې مالي کال د اپریل لومړۍ نېټې څخه پېلیږي او د مارچ تر یو دیرشمې نېټې پورې دوام کوي.
ایران : ایران هم لکه د نورو هېوادونو په څېر مالي کال داسې تعریفوي چې د ټولو مالي ، محاسبوي او مالي تفتیش اړونده چارې تر پوښښ لاندې ونیسي مالي کال یې بللی شو.
ایران کې مالي کال د هجري شمسي کال د لومړۍ میاشتې پېلیږي او همدې کال د وروستي میاشتې په وروستۍ نېټه پای ته رسیږي چې د میلادي کال د مارچ له یویشتمې پيل او د مارچ په شلمه پای ته رسیږي.
پاکستان : پاکستاني مالیاتي ادارې هم د نورو هېوادونو په څېر مالي کال د عوایدو او ټولو مالیاتي چارو لپاره ځانګړی کړیدی چې د جولایي لومړۍ نېټې څخه د جون تر دیرشمې نېټې پورې دوام کوي .
د دودیزې کلیزې له مخې کاریدونکي هېوادونه (Year Calendar)
جنتري له مخې مالي کال هغه کال دی چې، د میلادي کال له لومړۍ میاشتې یانې جنوري لومړۍ څخه پېل او د کال د وروستۍ میاشت یانې ډیسمبر په یو دیرشمه پای ته ورسیږي، پوره دولس میاشتې چې ۳۶۰ ورځې او ۵۲ یا هم ۵۳ اونۍ کیږي.
د کال له معمول جنترۍ له مخې اکثره هېوادونه خپل مالي کلونو ټاکي حتا همدا موضوع یې یوه قانوني بڼې ته اړولې ده لکه د چین د قانون د دویم جلد یوولسمې مادې له مخې چې په 1985 میلادي کال کې یې پاس کړی دی مالي کال یې د عیسوي کال جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې پيل او د همدې کال د ډیسمبر په یو دیرشمه نېټه پای ته رسیږي
ګوګل ، امازون ، او فیسبوک کمپنيانې هم همدا کال خپل مالي کال حسابوي او د همدې له مخې خپل مالي مسایل مخته وړي .
د نړۍ ګڼ هېوادونه خپل مالي کال د همدې عیسوي کال سره سم پېلوي او پای ته یې رسوي د ځېنو هېوادونو نومونه په لاندې ډول دي
روسیه ، فرانسه ، جرمني ، چین ، برازیل ، مالیزیا ، بلجیم ، مکسیکو ، سعودي عربستان ، متحده امارات ، هسپانیه ، ترکیه ډنمارک او کیوبا هغه هېوادونه دي چې د عیسوي کال سره سم خپل مالي کال مخته وړي .
افغانستان او مالي کال
افغانستان هم لکه د نورو هېوادونو په څېر مالي کال لري چې د همدې مالي کال له مخې بودیجه پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کوي .
افغانستان په ( 2009 ) میلادي کال د مارچ په ( 18 ) د افغانستان د مالیاتو قانون وړاندې کړ چې د مالیاتو د قانون د درېیمې مادي له مخې مالي کال ( Fiscal Year ) د هجري شمسي کال د لومړۍ میاشتې ( حمل ) له لومړۍ نېټې څخه پېلیږي او د حوت په وروستي نېټه پای ته رسیږي چې پدې حساب د مارچ په یوویشتمه پېل او د مارچ په شلمه پای مومي .
خو پخوانی قانون دی په دې کې اوس تغیر راغلی دی د افغانستان د مالیاتي چارو د ادارې قانونو( ۱۳۹۴ چاپ ) د درېیمې مادې مالي کال داسې تعریف کړیدی (( هغه موده ده چې د هجري لمریز کال د مرغومې د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پېل او د را وروستي هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې تر پایه پورې دوام مومي یا هم هغه دوره ده چې، د مالیه ورکوونکې د غوښتنلیک پر بنسټ ، د مالیاتو د ادارې لخوا منظوریږي . ))
د پورتنۍ محاسبې له مخې د افغانستان مالي کال د عیسوي کال د ډیسمبرله یویشتمې نېټې پيل او ډیسمبر په شلمه نېټه پای ته رسیږي.