پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېدرینوښت | عبدالجبار نومیال

نوښت | عبدالجبار نومیال

نوښت قدم دی چي تاسو یې مخ پر وړاندي واخلي، نوښت هر هغه څه دي چي تاسو یې رامنځته کړئ. نو همیش زیار وباسئ چي یوڅه په نوې بڼه نړۍ ته وړاندي کړئ، یو انسان هغه وخت نوښتګر دی چي یوڅه په نوې او عصري ډول د خلکو د خدمت او استعمال دپاره وړاندي کړي. هغه ته نوښتګر نه ویل کیږي یاهغه نوښت نه دی، چي یوشی په زاړه ډول دواره رامنځته کړي، بلکي نوښت هغه دی چي یوې اختراع ته نوې بڼه او شکل غوره کړي.

تاسو به فکر کوئ چي نوښتګر انسانان به ځانګړی شکل او ځانګړي مشخصات لري. نه، هغه هم ستاسو په شان وګړي دي، خو دنوښتګرو انسانانو یوڅه ستاسو څخه فرق کوي چي هغه فرق ستاسو په لاس کي دئ چي بیرته یې ورک کولای سئ، چي لږ زیار ایستل دي، نوښتګر انسانان دیوڅه زیار اوفکر څخه استفاده کوي فکر استعمالوي او بیا نوښت په یوشي کي راولي.
دنوښت په اړه مشهور لیکوال ټریسې په خپل کتاب (نوښت) کي لیکې:چي هرانسان نوښتګر دی. هغه وایې: نوښت داسې څه دي لکه په پیاله کي نا حل سوې بوره.
کله چي په پیاله کي بوره نوې حل سوې څنګه به چای غوږې سې، نو نوښت هم په انسان کی داسې یوشی دی، نوکه چیري انسان غواړي چي دخپل نوښت څخه کار واخلي نو حل کیدل غواړي،چي ترڅو داستفادي وړ وګرځې.
نو تاسو هم را ولاړ سئ او د خپل نوښت په لټه کي سئ، د خپل نوښتګر فکر څخه استفاده وکړئ چې تاسو هم لکه د ipone موبایل کمپنۍ ولا، لکه د سامسونګ موبایل کمپنۍ ولا، چي داسې نوښت یې کړی دی، چي د نړۍ لویه برخه خلک یې د نوښت څخه استفاده کوي. یا لکه د نورو نوښتګرو انسانانو په شان نوښتونه وکړئ، ترڅو په ژوند کي خوښ وه اوسئ.لیکنه: عبدالجبار “نومیال.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب