Homeکلتورپه کندهار کي علامه رشاد خپروندویه ټولني ۲ مهم کتابونه خپاره کړل

په کندهار کي علامه رشاد خپروندویه ټولني ۲ مهم کتابونه خپاره کړل

محمدابراهیم سپېڅلی

۱: (د زړه خواله )

دا کتاب د استاد عبدالرؤف بینوا لیکلی نثری اثر دی، چي درېیم وار په ښکلي صحافت په کندهارکي د علامه رشاد خپرندویه ټولني لخوا د زر ټوکو په تیراژ خپور سوی دی.

دغه کتاب ۶۴ مخونه لري، چي د استاد بینوا ( ۲۱) نثرونه په ښکلي پښتۍ کي لوستونکو ته وړاندي کوي.

۲:  (نېرنګ عشق)

دا د پښتو ژبي د نازکخیال دېواني شاعر حمید بابا له فارسی څخه ژباړه ده.

دا کتاب هم په کندهارکي د علامه رشاد خپروندويه ټولني لخوا په ښکلي صحافت د ( ۵۰۰) ټوکو په تعداد خپورسوی دی.

پریاد کتاب سریزه، سمون، لمنلیکونه، وییپانګه او تعلیقات د پښتو ژبي وتلي څېړونکي استاد معصوم هوتک لیکلي دي.

دغه کتاب ( ۳۲۰) مخونه لري او په لومړي وار په دومره ښه او مکمل ډول خپریږي.

په کندهارکي د علامه رشاد خپروندویه ټولني مشر پوهنیار مطیع الله روهیال وايي، پلان لري، چي یوشمیر دغسي نور علمي کتابونه هم خپاره کړي.

تردې وړاندي هم یادي خپروندویه ټولني تر سلو ( ۱۰۰) زیات مهم مغتنم کتابونه خپاره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...