کال وړاندې یوه ډله بااحساسه ځوانان په دفاترو او ادارو کې د پښتو او دري دواړو رسمي ژبو د کارونې د انډول مسله په خواله رسنیو کې راپورته کړه او د یو نېټورک په توګه یې د عمل ډګر ته پدې راودانګل تر څو خپل انساني مسلم حق وغواړي. میاشت کیږي چې تر ۲۰ ولایاتو کې منظمې ناستې او څانګې یې پرانیستلې دي، او لا مخکې روان دي، د دوی د مبارزې رنګ په څو سفارتونو کې د پښتو رسماً دودول، د بانکونو اې ټی اېم سیسټم ته د پښتو داخلول، د پوهنتون او مهمو دفاترو او بنسټونو رسنیز فعالیت پښتو کول دي. دا هر څه په داسې حال کې دي، چې ډېری پښتانه لوی لیکوال پر خواله رسنیو د یاد غورځنګ فعالیت ګوري، خو غلي دي او هېڅ نه وایي، هېڅ نه ویل او چوپیتا داسې قراین او صرایح دي، لکه له دوی چې د کار د پیل وخت تېر وي او قصداً د ژب ژغورنې ملي غورځنګ ته پام نه اړوي.
ژبه د انسان هویت دی، هغوی چې خپله ژبه نه پالې سپک شي. پښتو ژبه زموږ د ګران هېواد رسمي ژبه ده، خو له بده مرغه دا یو څرګند حقیقت دی، چې د یوه داسې قوم په برخه رسېدلې ده، چې په ښه پیمانه یې نده پاللې او د دې خوږې او آهنګينې ژبې حق یې ندی ادا کړی. له پښتو ژبې سره په دولتي ادارو کې تقریباً د غیر رسمي ژبې چلند کېږي، چې نور دا هر څه پښتون ویښ ځوان ته د زغملو نه دي. “تېر کال مې د پوهنتون استادۍ ته اپلای کاوه، درې ځله زما غوښتلیک پدې رد شو، چې پښتو مې لیکلو” ولې داسې وشي؟ ایا پښتو رسمي ژبه نده؟ خو پوهېږو، چې یوه زره منطق نشي جوړېدای، تر هغې چې پښتو هم له دري سره انډول ونه کارول شي. که خپل انساني حق غواړم بیا متعصب شم؟
که پښتو د دری په څېر عامه شي، طبعاً دري ژبې هم په آسانۍ پښتو زده کولی شي.
پخواني خلک د دری تر بشپړ اغېز لاندې دي، چې کله هم د خپلې ژبې د کارونې خبره کوې، ښه نه ورباندې لګېږي، خو خبره دا ده، چې اصلاً مليګرایي دې ته وایي، چې دواړو رسمي ژبو ته په یوه سترګه وکتل شي.
یاد غورځنګ چې ډېر سیسټماټیک کار یې پیل کړی دی، له مشرانو هیله لرو، چې لاس نیوی یې وکړي او رسماً یې د ژب ساتندوی مرکز په توګه دولت کې ثبت کړي.
د دې خوځښت له برکته باید دولت رسماً یو ژب ساتندی مرکز رامنځته کړي او د پښتو ژبې د فردي کره کونې مخه پکې ونیسي، په ګمرکونو کې ژبپوهان کېنوي، او نوي وارد شوي څیزونه، توکي او ماشینونه پر پښتو نومونو بازار ته عرضه کړي.
پښتو د هېواد رسمي ژبه ده د دری په نسبت ستونزې لري او دا هر څه یې حق دی، چې ځوان نسل یې ادا کولو ته مټې رانغاړلې دي، دولت یې باید غوښتنو ته ځواب ووایي.
په زړه پوری ګام دی په کلکه یی ملاتړ کوم
دغه خوځښت بايد لمړی هغه پښتانه په ټولنیزو رسنیو کې تر هغه وخته په وار وار تر نيوکې لاندې ونيسي چې په بله ژبه خبرې او لیکنې کوي. د پښتو د کمزورېدو يوه لويه وجه پخپله پښتانه روڼ اندي دي چې خپلې ژبې ته يې شا اړولې او لکه بلبل په نورو ژبو ګړابي.
په حکومت کې پښتانه چاروکي بايد د دغه خوځښت مل شي او په دې توګه د پښتنو حق د ژبې له اړخه خوندي کړي.، خو که دوی ملتيا ته لېوال هم نه وي، دغه خوځښت ته په کار ده چې خپل فعالیت ته په زغرده دوام ورکړي. زه ډاډه يم چې بلاخره به داسې هڅې ښې پايلې وزېږوي.
رښتیا هم پښتو یوه رسمی ژبه ده خو زموږ ډیر پښتانه بیاهم دری ډیره او غښتلی کاروی نو که همدا وروڼه د پښتو کارونی ته زیات وار ورکړی یو ښه عامل د ترویج کیدی شی.
دوهم – دا چی ښه او په زړه پوری مطالب ، ژباړنی ،علمی او اصلاحی مطالب چی د ټولنی لمړنی نیمګړتیاوی رفع کولی شی باید هغو باندی کار وشی.
دریم: ښوونکی په لیسه او د لوړو تعلیماتو استادان خپل درس بښتو کړی
څلورم : پښتو هلته د اهمو ژبو په ډله کی راتلی شی چی د ساینس او تکنالوجی ژبه شی.
او نور جاهلی تعصبات هیڅ ژبه غنی کولی نشی او د انسان دریځ تضعیفوی
سلامونه،
دپښتو چوپړ ته راوتلې ځوان کهول ډله د ویاړ وړ ده.
د افغانستان په معاصر تاریخ کښې یوازې غازي امان الله خان، شهید نادر شاه، شهید موسی شفیق، ارواښاد نور م.تره کي،مرحوم حفیظالله امین، شهید نجیب الله اوملاعمرپه پښتو پوهیدل او خبرې ېې کولې ؛ کرزی او غني او شاوخوا ېې خو دومره د نضاریانو او فارسیستانو د تاثیر لاندې دي چې نیژدې دي خپلې مورنۍ او پلرنۍ ژبه هیره کړي لکه څنګه چې ېې امتیازات هم لږکیانو ته ډیر ورکړل!!!.
پښتو د اویا میلیونه انسانانو ژبه ده .په پښتونخوا او بلوچستان کې ېې پرې ووردو او افغانستان کې ېې ورته دري-پاړسي تربګنه کړې دا چا کړې ده ؟ ! د خدای بخښلي خان عبدالغفار خان باچا خان خبره ( پیرنګي !، “چا نه چې خپله ژبه ورکه شي ، هغه ملت هم پخپله سپک او ورک شي)…”.
د پوهنو او ټکنالوژۍ ، د دفترونو او رسمیاتو ، د پیسو او کاروبارونو، د لوحو او بورډونو، د کوڅو او جادو ا.د.ن. ژبه باید په افغان وطن کې او پشتونخوا بلوڅ خوا کې پشتو(اوغاني) وي ؛البته د نورو وروڼو قومونو ژبو ته په احترام سره. په درنښت.
زړور ساپی
بلجیم د جنورۍ پینځمه۲۰۱۹