پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+فلسفه او شعر | نقيب احمد عزيزي

فلسفه او شعر | نقيب احمد عزيزي

فلسفه لغوي له پوهې سره مينې ته وايي. اصطلاحاً فلسفه د تخليق د ماهيت د څرګندتيا پوهه ده، خو ځينې داسې فلسفې هم شته چې موضوع يې پر خالق څېړنه کول دي. د اسلامي عقيدې او بلکې ديني مشربونو له نظره هغه فلسفې چې له الحادي نظريو جوړې شوې او يوازې د ذهني ګډوډۍ سبب کېږي، د ارزښت وړ نه دي.

جعفر اڅکزی د همدې ‌ډول الحادي فلسفي نظرياتو د جال هغه بندي و چې نه يې پر خپل قول منظم باور درلود او نه يې د حمزه شينواري دلايل سم ګڼل. «وګورئ؛ انسان او خدای»

زموږ په کلتوري حوزه کې چې اوس هم ډېر خلک د فلسفې نوم اوري، د خپلې انزوايي عقيدې وېره يې د کفر نوم ور په يادوي، مګر د ټولو فلسفو په هکله دغه وېره ناسمه ده. ابن رشد، ابو نصر فارابي، ابن سينا او ډېری نور زموږ مسلمان فيلسوفان او ديني مخکښان دي. امام غزالي صاحب د يونان پر ډېری فلسفو رد وليکه، چې تهافة الفلاسفة نومېږي. يعنې هغه زموږ د ځينو غوندې د فلسفې له نامه سره ستونی نه څيراوه.

فلسفه ډېره پراخه غېږ لري. پخوا چې به کوم علوم يادېدل، فلسفه، ادبيات، منطق او رياضيات يې محوري توکي وو. له هماغه زمانو راهيسې دغه علوم يو له بل سره نېغې او يا په لږ بېلتون اړيکې لري. د فلسفې زده‌کړه انسان متوجه کوي، په فکر يې روږی دی کو،  شعر يې له کايناتو او طبيعت سره د عاطفې او شعور په تارو تړي. سارتر وايي، فلسفه پوهېدل دي، فلسفه حفظ کول نه دي.

شاعر ممکن دا ستم وګڼي چې څوک پر خپل سيوري پښې ږدي يا يې د وړانګو په وسيله پر ځمکه غورځوي، خو فيلسوف شايد دا خوښه نه کړي چې انسان دې حيوان‌خور موجود وي او له ځناورو سره يې توپير دا وي چې هغه د حيوان غوښه خامه او دی يې پخه خوري. شاعر له طبيعت او پديدو سره د عاطفې، شهودي درک، احساساتو، شعور او لاشعور له لارې تړاو لري او فيلسوف بيا د تفکر، له پلټنې سره د انسان د طبيعي تمايل او تعقل په بنياد تړلی وي. په «داستان فلسفه» کې د افلاطون په حواله راځي چې «فلسفه له ويښتيا او هيښتيا پيلېږي.»

ايرانی ليکوال او شاعر اسماعيل خويي په يوه مرکه کې ويلي وو چې «که مې غوښتي وای چې فيلسوف شم، بايد ټول عمر مې ورته وقف کړی وای، مګر په ايران کې د دې زمينې امکانات کم وو، ځکه د شعر او فلسفې په منځ کې تر يو څه تردد وروسته د شاعري پلو ته ور مات شوم.»

په فلسفيانه تفکر کې داسې ډېرې خبرې شته چې په عامو حالاتو کې يې کېدای شي، ډېر کم کسان راسره ومني. فلسفه بديهي مفاهيم او شيان هم مهم، متنازع او حتی حيرت انګېزه کولای شي، موږ پر شته پوهه شکمن کولای شي. په فلسفه کې دا پخپله يوه لويه پوښتنه ده چې واقعي پوهه شته؟ ايا موږ پوهېدای شو چې پوهېږو؟

دغه ډول مفاهيم چې فلسفه يې شعوري وړاندې کوي، په شعر کې ډېر کله پخپله وړاندې شوي وي، ځکه د شاعري يوه سرچينه لاشعور هم دی. اتريشي ارواپوه زيګمونډ فرويډ خو ان هنرمندان او په تېره بيا شاعران رواني ناروغان ګڼل، دوی يې تورنول چې لاشعوري ځپل شوې غريزي غوښتنې په ظريفه ژبه اظهاروي او محروميت انځوروي. دا جلا خبره ده چې پر ده هم اعتراضونه شوي چې ګواکې د نږه هنر او اروايي تکليف په بېلولو پسې يې سر نه دی ګرځولی.

د يونان يوه شاعر ويلي وو چې دی تر ليکلو وروسته بيا پر هغو خبرو پوره نه پوهېږي چې په شعر کې ورځنې شوې وي.

پښتو شاعري هم له فلسفې طبعاً تار لري، خو پوښتنه دا ده چې فلسفي تفکر او شاعرانه عاطفي کيفيات څنګه وبله غاړې غړۍ کېدای شي؟

هغه شاعران چې رسمي د فلسفې زده‌کړه يا مطالعه لري، په شعر کې يې دغه څرکونه څه ناڅه جوت وي.

په شعر کې د فلسفي موادو او موضوعاتو راتلل ډېر ستونزمن کار نه دی، خو راوړل يې لږ خبره ټکنۍ کوي، ځکه که دغه کار شعوري وشي د شعريت، هنر او تغزل د پيکه کېدو امکان ډېرېږي. که د کانټ يا هيګل ټول فلسفي قواعد موزون کړو، فلسفه به مو خوندي کړې وي، خو شاعران راته نه‌شي ويلای کېدای.

په ښکلاييزه فني کره‌کتنه کې له شعره د فلسفي تمايلاتو او څرکونو را ايستل د هنري پنځونې په څېر له ذوقه ډکه چاره ده.

شعر چې د زېړې زرغونې غوندې د بېلابېلو اجزاوو يو کل دی او د ښايست راز يې په يوه جز کې نه‌شي مشخص کېدای، تعريفونه يې هم متفق عليه نه دي. استاد صديق پسرلی وايي؛

شعر ښکلا ده، له ښکلو زېږي

د ژوند نشه ده، له ملو زېږي

يا د خوږمن زړه، د پرهر څړيکه

يا سره لمبه ده، له سولو زېږي

د ارواښاد پسرلي په پاسنۍ څلوريزه کې د نااشنا مفهوم د وضاحت لپاره نااشنا مثال راغلی دی چې ښکلا ده. ښکلا پخپله لکه د مېوې خوند په توريو کې يې چا ته نه‌شو توضيح کولای.

يو بل ځای چې فلسفي رنګ پرې غالبېږي، وايي؛

لويه خاونده! لويه خاونده!

ما ته څه نه‌شوه، سمه څرګنده

که جهان جېل وي، نو مطلب څه و؟

پخوا له جرمه، زموږ له بنده

په دې پاسنۍ څلوريزه کې د فلسفې د بنيادي پوښتنو هغه ډول دی چې پښتو شعر يې خورا کمه شاهدي ادا کوي. د فلسفي مکتبونو د ايجاد لپاره د هغوی بنسټګرو په اصطلاح کلونه کلونه رياضت کړی دی، مثلاً مهاويرا د هند د جنيزم فلسفې استاد دولس کاله په ډېر زيات کړاو تېر کړل. د يونان د ديوجانس د کلبيانو فلسفه او له سکندر  سره شوې مکالمه ډېره مشهوره ده، همداسې ګوتاما بودا د عيش زنده‌ګي په ځنګل بدله کړه.

د فلسفې لپاره د زامېيښت او مشاهدې زمينه ډېر کله نه وي، مثلاً چې دا راوښيي چې د زمان د اغاز نقطه شته که نه؟ يا «حق» په رښتيا څه شی دی؟

زموږ د عصر د نه هېرېدو ليکوال استاد اسدالله غضنفر په خپل کتاب کې د بشر د معرفت څلور کټګورۍ را نقل کړې چې له «وحې، فلسفې، ساينس او هنره» عبارت دي.

وحې د اديانو اساس او ميټافزيکي نړۍليد دی، فلسفه د فزيک او ميټافزيکي مفاهيمو تحليل دی، ساينس د انساني حواسو د تقويې نوم دی چې د اکثره کايناتو، انتزاعي او اسطوره‌يي موجوداتو، مفاهيمو او باورونو فزيکي علتونه په تجربه ثابتوي او هنر د انسان د دروني نړۍ او بېرون تر منځ عاطفي، احساسي او لاشعوري اړيکې دي.

يو تصور دا دی چې ګواکې عميق او ښه شعر هغه دی چې فلسفه پکې وي. موږ چې د چا پر شاعري سم پوه نه‌شو، شايد ووايو چې پلانی فلسفي شاعر دی.

فلسفه د هستي پر ابعادو د ژورې پوهې هڅه ده. هغه څه چې موږ ورسره مخ کېږو، ډېر داسې څرکونه پکې موندلای شو چې فلسفه پکې ځلېږي. هر څه ته په يو ژور نظر کتنه په کار ده. په قراني استدلال هم ويلای شو چې هر څه د انسان په  چوپړ کې دي او د هيڅ شي خلقت هم عبث نه دی، فکر پکې په کار دی.

هر شعر فلسفه نه لري، خو ممکن د فلسفې زياتې برخې ښه خواږه شعرونه شي. زموږ د ډېرو شاعرانو شعرونه په مودو مودو له دې را و نه وتل چې ځان رانه ورک دی، په ځان کې بندي يم، بې‌څېرې يم، له اينې وېرېږم، ستا په خندا اندامونه راپيدا کوم زړګی مې تر بستره لاندې دی، شونډې مې تر سر لاندې دي، په لاسونو ساه اخلم او په خوله وينم. دغسې بې‌سرو بره خبرې د فلسفې بوی لا هم نه لري.

موږ شعري نوښت يادوو، نوښت داسې نه دی چې چا تر اوسه په شعر کې ګوړه او ګندنه او مالګه او حلوا نه دي سره ياد کړي، زه يې يادوم او ورته خوښېږم چې شهکار دی. داسې هم نه ده چې نوی شعر دا دی چې نوی وليکل شي، ممکن د ډېرې وړاندې زمان�� کوم شعر ډېر نوی وي. په شعر کې فلسفه هم د نوښت په څېر يوازې بوالهوسي منډه نه ده.

ځينې شعرونه د زړو رواياتو په توافق ليکل شوي وي، حال دا چې اوسني ځيرک لوستونکي له شاعره هغه خبره غواړي چې د ناشاعر نه ورپام کېږي، که داسې نه وي بيا د شاعر د لوستلو دليل څه دی؟ مثلاً د سيدشاه سعود دغه بيت د دې مفکورې په تاثر ويل شوی چې شيان په د هغوی په اضدادو پېژندل کېږي؛

شمعو، ستورو، څراغونو او سپوږمۍ نه مې نفرت دی

بس همدغه وو سعوده! چې يې شپه را کې پيدا کړه

دغه بيت هم دلته شيان د هغوی په ضد پېژني چې که د يو فلسفي مکتب شعار يا د منطق د علم قاعده ده، ځينې يې نه مني او استدلال کوي چې د هر شي اصليت ته په کتو د هغه پېژندنې ته رسېږو. يا دا چې پخپله «ضد» په څه شي پېژنو او ماهيت يې څه دی؟

تور رنګ خپل ماهيت لري، که سپين نه وي هم به خپل توروالی لري. پر حضرت ادم عليه‌السلام هغه مهال هم د نارينه‌توب ماهيت درلود چې حوا رضی‌الله‌عنها نه وه پيدا شوې، داسې نه ده چې د حوا ښځينه‌توب د ادم نارينه‌والی ثابت کړ. ضد د پېژندنې يوه نښه کېدای شي، خو د تعريف لپاره اساس نه دی.

ادبيات به مو هغه وخت غني شي چې نوښت وکړو او داسې نوښت چې اساس ولري. فکر که فلسفي وي او که تحليلي، که مستقيم وړاندې شي، په شعر کې وچوالی، کلکوالی او غندنه احساسوو.

شعر چې لطيف هنر دی، بايد مخيله قوه داسې په کار پکې ولوېږي چې له نصيحته هم خوند واخلو، هم پند. له فلسفې هم هنري لذت تر لاسه کړو او هم لږ لږ فکري جټکې راکړي.

که څوک په هره برخه کې ډېره مطالعه لري، شعر ته ګټنه کوي، مګر داسې نه چې بيتونه ټول د هغه علم د ساتنې لپاره موزونې قاعدې کړي. لازمه ده چې د هنري ليدلوري زاويې په پام سره وټاکو.

حکايت دی چې يوه ړانده پاچا ته انځورګر راغی، څنګه چې انځورګر بايد د پاچا څېره بې‌عيبه رسامي کړې وای؛ نو له داسې زاويې ورته کېناست چې ړنده سترګه يې تر پزه پټه شوه او پاچا د خوشالي او رضايت موسکا وکړه. د زاويې پر ځای انتخاب د هنر لپاره د اب‌حيات مثال لري.

بيا اختر دی خلک نوي پيزار اخلي

ماته زوړ پيزار د خپلې مور را ياد شي

«عثمان علي عثمان»

کله په شعر کې ځينې داسې خبرې اورو چې ډېرې ساده وي، خو بدې نه لګېږي. يوه وجه يې دا ده چې عاطفه ورسره ګډه وي. شعر که بله هيڅ ښېګڼه و نه لري، بيا هم چې عاطفه او يو نازک ليدلوری پکې وي، نه بې‌خونده کېږي، فلسفه هم که په شعر کې راځي، بايد له هغه ډول تعبيره لرې او هنري پکې راشي چې پخپله د فلسفې په کتابونو کې يې لولو.

هغه شاعري چې فلسفه پکې نه وي، داسې به وي لکه يوه نجلۍ چې ډېره ښکلې وي، خو ښکلا يې يو څه عقلي او عصبي ستونزو ور داغداره کړې وي.

4 COMMENTS

  1. مننه ساپي صاحب چې وخت مو ورکړی، لوستې مو ده، تبصره مو پرې ليکلې او د زړه خبره مو پټه نه ده ساتلې.
    درنښت

  2. مننه عزیزی صیب !
    ډېره په زړه پورې لیکنه وه ومی لوستله د خیال پلوشې دې تر تورو سوریو ورسېږه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب