نن غواړم چې د یو حقدار استاد، لوی لیکوال، څیړونکي او د آدب د ډېرو برخو تاریخ، جغرافیه، فولکلور، ژب پوهنه، تصوف، شاعري چې نیمه پيړۍ یې قلم چلولای، تر دوه سوه زیات اثار یې خپل ځوان نسل او د آدب د بډاینې لپاره پریښي دي خبره مې د لوی عالم استاد حبیب الله رفیع کوله!
استاد حبیب الله رفیع د دې ټولو برخو سره، سره یو ښه سیاستوال هم دی، د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو لوی مدافع دی، په رسنیزه برخه کې همېشه چې د ملي مسایلو بحث راغلی دی، د بیلابیلو رسنیو څخه د، د زړه سواند اواز ډېر څرګند دی.
هغه د دا ټولو مصروفیتونو سره، سره کلونه، کلونه کیږي چې د کلید راډیو سره په دوامداره توګه همکاري کوي.
په هیواد کې د ننه او د باندې علمي غونډو، سمینارونو او مشاعرو کې تر هر چا یې ډېره برخه اخیستې ده.
په علومو اکاډمۍ کې د علمي مشاور په حیث دنده اجرأ کوي .
خپل ټول وخت یې آدبي چوپړ ته وقف کړی دی.
د هیواد په سړو او تودو کې دا زمینه ورته برابره شوې وه چې په بهر کې ارام ژوند وکړي، خو استاد خپل د خاپوړو خاوره نده پریښی.
د کار انرژي یې دومره ډېره ده چې اوس د صحت په لحاظ کمزوری او سپین ږیری هم دی، خو تر ډېرو ځوانانو اوس هم ډېر کار کوي.
په شخصي ژوند کې ډېر خوږ او مینه ناک انسان دی، هېشه موږ ځوانانو ته د وطن دوستۍ او د وطن د ملي ګټو خبرې کوي.
په مذهبي لحاظ د نقش بندۍ طریقې پیرو دی، تقوأ او پرهیزګاري یې په خپل ژوند کې عملي کړېده.
زه د دې لوی عالم په اړه خبرې کول د ځان معیار نه ګڼم ځکه چې که د استاد پر شخصیت څوک څه لیکي په هغه به کتابونه ډک سي او دا زما تر توان لرې خبره ده.
یو خو زموږ د افغانانو لویه بدقسمتي همدا ده چې په ژوند د خپلو لویو هستیو څخه ګټه نه پورته کوو، پس له مرګه بیا ویر پر کوو او دا وایو چې لویه هستي مو له لاسه ورکړه!
زه پر حکومت ږغ کوم چې ډېر تش په نامه مشاورین مو پر دنده ګمارلي دي، استاد نه د وزارت شوقي دی او نه د واک، په ملي مسایلو کې د دې ملي شخصیت څخه ګټه واخلئ او په مشورو یې عمل وکړئ!
د دې تر څنګ پر ټولو فرهنګ پالو او اکاډمیکو بنسټونو باندې دا ږغ کوم چې د استاد په ژوند قدر وکړئ او د (لوی استاد) لقب ورکړئ!
که څه هم استاد لوی دی ، موږ او تاسې بیا هم د یوې لوی شاندارې غونډې په ترڅ کې باید استاد په ژوند وناز وو!
درنښت
رفیع استاد زمونږ څراغ دی! خدای دی ژوندی لري!
رفیع استاد زمونږ څراغ دی! خدای دی ژوندی لري!
داغسی، همدرده وروره
دا ښې ملی او علمی څېرې خلګو ته ور وپېژنه
ته نو څه د کارَمان او لایَک غوندی خیرنو کسانو په جېبو کی اخته ئې
په هغو کی نه مخکی څه پاتی وه او نه اوس