شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېدریبدعتی (تجارتی اسلام) | عبدالرووف لیوال

بدعتی (تجارتی اسلام) | عبدالرووف لیوال

له څو لسیزو راهیسې ځینو په نوم اسلامی کسانو، ګویا د اسلامی ډلګیوپه سر کې د اسلام له سپیڅلی نوم څخه په ګټه پورته کولو مظبوط، وچ او دُګم تجارتي (بدعتی اسلام) ته مخه کړې چې دارنګه اسلام د راشده خلفاوو د طلایی تګلارې او اصولو نه څنګلیری تیریږي خو د اسلام دین یو نرم، ملایم او روښانه دین دی او (لااکراه فی دین ) یې سټه ده.

پورته ډلو او کسانو په ریا ځان ښودنه پرګنو ته فریب ورکړ، او هغه کسان یې ځان پسې راکش کړل چې له اسلام نه یې بشپړه مطالعه او برداشت نه درلود، لکه هغه سوډرو چې فرخنده یې په کابل کې ووژله زموږ د هیواد شپیته سلنه مسلمانان همداسې خلک دي لکه د فرخندې قاتلین، او له اسلام نه یې برداشت همدومره (لنډپاره) دی.

دې همدې سوډرو او لنډپارو مسلمانانو له وجهې طاغوتی هیوادونو وکړای شول چې اسلامی هیوادونه لکه افغانستان، لیبیا، سوریه، سوډان، سومالیا، عراق، اسلامی قفقاز، فلسطین، یمن باندی غوبل جوړ کړي هغوی وزبیښي او له همدې زبیښاک نه لاس ته راوړې ګټه (ازګاوغدود) د همدې ډلو مشرانو ته ومني.

د دې په نوم اسلامی ډلګیو مشرانو د همدې بدعتي سوداګرۍ څخه په استفادې د خوارو او کم عقله مریدانو او پیروانو نه پلتنونه جوړ او خپلو ځانونو ته یې د عشرت زمینه برابره کړه (لکه لارنس، سید کاغذ، ملاسمیع الحق یا ملارسول لنډی)

سربیره پر دې دوی وکولای شول د کلشینکوفی سمبالښت له لارې د ترهې اوګواښ په واسطه  خلک تابع او د قانونی دولتونو پرضد د اسلام په نوم را وپاروی او دا چې د نړۍ ستر طاغوت هم ورسره یو ځای او دوی یې تطمیع کړل نو په نړۍ کې له دوی نه داسې ستره بلا جوړه شوه چې اوس یې ایل کول ناشونی کار بریښی، د دوی له کړنونه تر ډیره حده طاغوتي زبرځواک ګټه پورته کړه او لا اوس یې هم پورته کوی.

په دې لړ کې دا څو لسیزې کیږی چې زموږ هیواد کې هم غوایمه جوړه د ټینګ او وچ اسلام پلی کولو لپارهـ هیواد د تباهی کندې ته وغورځید حال دا چې زموږ خلک مسلمان وو – مسلمانان دي او مسلمان به وي، خو نه افراطی مسلمانان.

د بنسټپالې وچکۍ (محرقې )ویروس:

دا ویروس په پاکستاني مدرسو کې کلچر او بیا زموږ هیواد ته راولیږل شو.

د وچکۍ (محرقې) ویروس سخت او کوټلی پرهیز لری، آن تر دې که د نخود په اندازه غوړ(افراطیت) هم وخوړل شی نو بیا بابیړی کوي او زموږ هیواد لاتراوسه درې ځلې بابیړی کړی او د دې بابیړی له وجهې په پښو دریدلای نشی او دومره انتي بیوتیک مو خوړلی چې هیڅ معافیت راته پاتې نه دی او دا قوی میکروب I.S.I راکې خپورکړ .

د I.S.I څو ویروسي څرګندونې:

یوه افغان سفیر ته یې داسې ویلی وو چې (ته اوس موږ ته ایکسلینسی نه یې)

امریکه مو د افغانستان په هکله بیا خره کړه ، ترمپ موپمپ کړچې بیا راته اړشو.

افغان په ساینس څه پوهیږی مړه! دافغان له ډاکتر او انجنیر سره څه کارده، پرې یې ږده چې په کشمیر، بوسنیا، فلسطین یا قفقاز کې جهاد وکړی، یا ریړه وچلوی.

هغه هوښیاران اوپولتیک کسان یې وتښتیدل یا مړه شول، دادموږ ګوډاګیان چې هلته دی ، روپی ورکړه اوپرې سورشه ! ورکه ډنګ

که نورمسلمانان په اسلام سرورکوی ،افغان ..ونه هم ورپسې ورکوی. ورکه ورته ډنګ

افغان د اسلام په نوم وشکاره ، نو بیا ګوره چې څه کوی. یاره ! ورکه ډنګ

څله موځوروې مړه! افغان چیرته حکومت کولو ته جوګه دی ، حکومت کول چل غواړی ، ترکاڼی څه دبیزو کارنه دی .  اوداسې نورې اوتې بوتې

نوڅه کول په کاردی؟

له دې خطرناک ویروس نه د خلاصون لپاره که په آزمایښتی ډول د افغانستان د دولت په پورتنۍ او منځنیو کړیو کې د دوو کلونو لپاره داسې کسان وګوماري چې په پاکستان کې یې له یوې اونۍ زیات وخت نه وي تیر کړی (په ویروس نه وي ککړ شوی) دوه کاله وروسته به انشاءالله وګورئ چې افغانستان بامن، سمسور او ښیرازه وي.

1 COMMENT

  1. اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته
    لیوال صاحب په رښتیا د بي علمه شیخانو له وجهی افغانستان له ډیره وخته راهیسی د اور خوراک دی او دوی لا بیا هم خپل جهالت ته زور ورکوی یواځی جنګ کولای شی نور ولا که دلیل یا منطق کارولای شی خیال پلوونه وهي
    ستاسو څخه نړۍ مننه چه دی خواته مو عامه زهن ته اشاره کړی ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب