یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکلتورزړه مې غواړي| عصمت الله صالح

زړه مې غواړي| عصمت الله صالح

له کلي مې دوه ملګري راغلي وو، په ښار کې ورسره په چکر روان وم. یوه یې خوله غوږ ته رانږدې کړه: “یاره مزې خو تاسو وکړې، چې د ټوپک آواز نه اورئ. راشه موږ ته چې هره ورځ مو تر سر زرګونه مرمۍ تېرې- بېرې کېږي. زړه مې غواړي چې زه هم خپله کډه له کلي څخه ښار ته راولم…”

په خط او خال بهیر کې مو د روحیاتو په اړه لکچر اورېده، تر څنګ ناست ځوان راپه غوږ شو: “ته دغه محترم ته وګوره، موضوع څه ده او بحث پر څه شي کوي. زړه مې غواړي چې ورولاړ شه او پر خوله یې یوه کلکه څپېړه ووهه…”

کونړ ته روان وم، په موټر کې له یوه ځوان سره په مجلس شوم. ویل یې: “درې کاله وړاندې له پوهنتونه فارغ شوم، خو لا هم بې‌وظیفې ګرځم. لوی علت یې دا دی، چې زما انګرېزي نه ده زده. کله کله خو مې زړه غواړي چې راشه په څلورلارې کې کړاچۍ ودروه، ګټلې پیسې پر دې زده‌کړه ولګوه او ټولو لوېدلو او پټ‌سترګو ادارو ته له ځانه زوړ انګرېز جوړ کړه…”

پورتنۍ خبرې مې له دریو کسانو- د نیمه‌عام، ‌عام او فردي مجبوریت پر اساس- واورېدې. اوس که دغه درې خبرې د لیکني بحث چوکاټ ته واچوو؛ نو په دې کرښو کې به- د دغه بحث له‌پاره- درې یو ډول ترکیبونه (زړه مې غواړي) ولولو.

اوس راځئ په ډاګه کړو، چې زړه رښتیا هم د پلان په جوړولو کې کوم رول لري او که دغه هسې یوه اصطلاح ګرځېدلې؟

که طبي تیورۍ مطالعه کړو، زړه به د وجود هغه برخه وبولو، چې یوازې د حواسو د خوځښت اساسي علت ګرځي، خو که ارواپوهنې ته سر ورښکاره کړو، نو په دې کې به د زړه بې‌ماناتوب ښه راته په ډاګه شي. همداراز خوځنده افکارو (فلسفه) د زړه رول، د هراړخیز هوډ او تقاضاوو په پوره کېدو کې بېخي عدموي.
اصلاً په دې ژوند کې د «زړه مې غواړي» په څېر ډېرې داسې ژورې موضوع‌ګانې شته، چې که پرې پوه نه‌شو، نو نه یوازې به مو د ژبې پر اصولو پښې اېښې وي، بلکې د یوه کامیاب ژوند د رامنځته کېدو مسلسل چانسونه به مو هم له لاسه ورکړي وي.

د یوه عمل له اجرا وړاندې د «زړه مې غواړي» ترکیب ځکه ناسم دی، چې د تقاضاوو له اساسي زېرمې او پر اجسامو د افکارو له اوښتلو سره مطق خلاف دی. موږ که یوه هدف ته د رسېدو په‌پار درونی یا بېرونی حرکت ترسروو؛ پکار ده چې له ښکارندو سره د منفي ټکر پر ځای د همغږۍ لېنک وغځوو. خو د همغږۍ د دغه اړیکې د پیاوړتیا له‌پاره داسې بیان ته هم اړتیا ده، چې نه د افهام او تفهیم چاره کم‌رنګه کړي او نه باید د وجود د هر غړي عظمت ته سپکاوی وشي. یانې د وجود د هر غړي په په مستقلو کې دندو کې د مضر شک ګوتې ونه وهل شي. نو پر دې اساس د هوډ او تکل عملیه د زړه په مراندو کې نه، بلکې د ذهن په لویه برخه (لاشعور)  کې طرحه کېږي، او پکار ده چې د دې عملیې لفظي بڼه هم د «زړه مې غواړي» پر ځای د «ذهن مې غواړي/ ذهناً غواړم» استعمال او سمه وبلل شي.

پای
پېلبو/ خوشحال خان‌ مېنه، کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب