دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+دېوالونه لګیا دي پخېږي | استاد سعدالدین شپون

دېوالونه لګیا دي پخېږي | استاد سعدالدین شپون

 اول پړاو:کلچر د مرخېړي، یا سماروق، خاصیت لري. چې مځکه لمده شی د سفېده کارې د کشت و کار له ښې وځي،چې د ونو سیوری ورباندې ویړ وي، د خدای په حکم قسم قسم مرخېړي ورکې رابوڅ شي. دا د حبشستان یا اتیوپیا  یو متل دی. هغوی چې پېړۍ پېړۍ یې د استبدادي باچایانو لاندې ژوند کړی دی د /موم او سره زر/ په نامه یو ډول شعر لري  چې په رمازه کې په چارواکو نیوه کې کوي خو چې د مطبوعاتو رهین  یې څارنوالۍ ته واستوي راګیر کولی یې نشي، ځکه چې په خاصو الفاظو یې د شعر په موم کې ځای کړي وي، الکو یې یوې خوا ته اړوي، شاعر یې بلې.

یوه لسیزه خوپه پاکستان کې د نجاشي (هغه حبش پاچا چې پیغمبر صیب  لیک وراستولی و) دوره وه چې چا د شعر او ټنګ ټکور نوم هم نه شو اخیستلی چې که به یې د موم په لسو پوښونو کې ونغښت، ملا صیبانو به نکیرمنکر ورواستاوه چې یا شعر مه وايئ او موسقي ګرد سره مه غږوﺉ او یا ورسره دا ومنئ چې شعر به یواځې حمد او نعت او دیني مناقب وي. موسیقي دې هم نعتیه وي یا دې داسې وي چې

خبر نه دی نجیب، په کابل کې باچايي کا+ اودی په سترګو ړوند کړې په خپل ځان پورې خندي کا. خبر نه دی نجیب، با چا یې د یغ سړي ده، او چا چې ده ورکړې په اسلام نې قرباني ده.

حتې تر دې چې چا د وطن او افغان نوم هم نه شو اخیستی. په دې لړ کې خالص صیب په یوه شعر کې په زغرده افغانستان ردوي

 زه بنده د خاورې نه یم…..

چې ما به د/ پاک سرزمین/ ترانه وریاده کړه، هغوی به ویل دا خو دارالسلام دی، هغه دارلحرب.شل ځلي به مو شاته کتل چې

 د شاه ولي استاد خانقا ته به مو ځانونه رسول، اېله به مو د افغانستان نوم واورېد. یارانو به ویل چې اصلي وطندوستان همدا ډمان دي.له ډاره مو سندرغاړي هم نه شول بللي.

دویم پړاو:

 یو خو یوې پښتنې خور /یوټیوب/ کې زیات شمېر سندرې رااستولي چې دا یوه هفته یې  پرله پسې اورېدو سر را له ګنګس کړ. بله دا د خدای حکمت ګوره چې پرون ډاکټرحسن کاکړ په تلفون کې د خپلې یوې سروې نتیجه بیان کړه چې پښتو شعرونو، سندرو، وېبسایټونو نن سبا هم له پاړسۍ  پښه اړولې ده هم له اردو. د کاکړ صیب په وینا ټول افغانان دې ته متوجه شوي دي. په دې کې لوی لاس د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو هم دی، حال دا چې زموږ پاړسک وروڼه ، که څه هم چې اخلاص کوي، خو د ایران تراژیکه غړانګه او یو سېلاویزه موسیقي یې دومره په هنري مزاج برابره نه ده او حتی اردو ورباندې غوره ګڼي.

شمالي ټلواله به پوځي برلاسی لري، سیاسي برلاسی به لري، خو مونږوال په کلتوري برخه کې پرې باندې یو.حتی زموږ پاړسک وروڼه هم په کلتوري لحاظ زموږ لوري ته رامات دي. د روان بهیر له مخې اټکل کېدای شي په پښتو کې به دا یون لا پسې ګړندی شي.

د پښتنو د تاریخ په باب کتابونو کې راغلي چې د رباب او ډول خاصیت لري، څومره چې سخته پرې راشي ، هماغومره یې تال او سوربرابر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب