تاند- په امریکا کې د انسان د بدن په اړه د معلوماتو د راټولولو لپاره نس ته د ګولۍ یا کپسول په شان کامرې لېږل قانوني شو.
د ډاکترانو له لوري د انسان بدن ته دا کامره له لېږلو وروسته د هغه د بدن له منځه د ۸ ساعتونو ټول جزییات ثبتوي.
دا کامره، چې پیل کام نومېږي، ګولۍ یا کپسول دی. که څه هم دا کامره سږ کال نه ده اختراع شوې خو اوس په امریکا کې له هغې کار اخیستل قانوني شول.
په لاندې ویدیو کې د دې کامرې په وسیله د انسان په نس کې د تیار (له مخکې) او په کور کې تازه جوړ شوي نیډل یا مکروني د هاضمې بهیر وګورئ.