دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+بریتانیا بې پېلوټه باري الوتکه جوړوي

بریتانیا بې پېلوټه باري الوتکه جوړوي

تاند- په بریتانیا کې ډرون لاینر کمپنۍ غواړي د کارګو یا د بار لپاره ځانګړې بې پېلوټه الوتکه جوړه کړي.

دا الوتکه پر دې سربېره چې تر موجودو کارګو الوتکو زیات بار وړلی شی، کم مصرف لري او لږ ګلتوني یا مضر ګاز تولیدوي.

هوايي ترانسپورت تل د مځکې او اوبو تر ترانسپورت ګرانه وي او په تیره بیا د الوتکو د پېلوټانو او عملیې معاش هم ډیر وي. خو د ډرون لاینز الوتکې، نه پېلوټه او نه عملیې ته اړتیا لري نو هیله شته چې هوايي ترانسپورت، چې تراوسه ګرانه تمامېږي، ارزانه کړي.

ډرون لاینز کمپنۍ ویلي چې د دوی الوتکې به د بار هوايي ترانسپورت ۷۰ سلنه ارزانه کړي.

حاضردمه د اکثرو کارګو یا باري الوتکو باډۍ سیلنډري شکله یا د مسافري الوتکو په شان وي خو ډرون لاینز کمپنۍ وايي چې دوی خپله الوتکه داسې ډیزاین کړې چې لا ډېر بار پکې ځای شي او له بلې خوا د عملیې او پېلوټ لپاره یې کوم ځای ځانګړی کړی نه دی چې دا هم مرسته کوي لا ډېر بار په الوتکه کې ځای شي.

د ډرون لاینز د بې پېلوټه الوتکې باډۍ تر ډېره یوه مربع شکله قطي ته ورته ده او له دې کبله شپږ متره کانتینرونه پکې اېښودل کېدای شي.

دا الوتکه له لېرې (په ریموټ کنټرول) کنټرولیږي او له همدې کبله د عملیې لپاره ځانګړي ځای ته اړتیا نه لري.

له بلې خوا د دې الوتکې د سونګ لپاره تر ډېره له هایدروجن څخه کار اخیستل کېږي خو ورسره په یو وخت د پورته کېدلو او کښېناستلو په مهال له ټېلو او لمریزې انرژۍ هم کار اخیستلی شي.

د بریتانیا د ډرون لاینز دا الوتکه، چې یو ۲۰۰ DL انجن لري، له ۳۶ تر ۴۰ کانتینره یا ډېر تر ډېره ۲۰۰ ټنه بار وړلی شي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو الوتکو ۲ انجنه ۳۵۰ DL الوتکې له ۷۰ تر ۸۰ کانتینره یا ډېره تر ډېره ۳۵۰ ټنه بار وړلی شی.

دواړه ماډلونه یې ۱۲ زره ۳۸ کیلومتره مزل کولی شی.

خو له دې ټولو خبرو سره سره لا هم د بریتانیا د ډرون لاینز الوتکې په ازمېښتي پړاو کې دي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب