سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهله افغانستانه د ور وړل شویو چورلکو برخلیک؛ امریکا پرې ازبکستان سره...

له افغانستانه د ور وړل شویو چورلکو برخلیک؛ امریکا پرې ازبکستان سره غږیږي

تاند:( پنجشنبه، د میزان ۲۷مه) ټاکل شوې چې د امریکایی او ازبکستاني پلاوي ترمنځ له افغانستانه ازبکستان ته د وړل شویو یو شمېر امریکایی چورلکو د برخلیک په اړه خبرې وشي.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر جاناتان هنیک ویلي چې د دې او ځینو نورو مسایلو لپاره د امریکا یو پلاوی ازبکستان ته تللی.

سرچینې په دې تړاو زیات جزییات نه دي ورکړي.

د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵ مه په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځیدو سره، د دغه نظام یو شمېر پیلوټانو تر ۵۰ پورې چورلکې او پوځي الوتکې تاجیکستان او ازبکستان ته ولېږدولې، خولا یې برخلیک نه دی معلوم.

په افغانستان کې د طالبانو حاکم شوي رژیم د تېرې دوه کلنې واکمنۍ په موده کې یې یو ځلې د دغو الوتکو او چورلکو غوښتنه کړې، خو یادو هېوادونو ورسره نه ده منلې.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب د دوی د واکمنۍ په لومړیو وختونو کې یو ځل له دې کبله دغو ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ هم کړی و.

معلومه نه ده چې امریکا به ازبکستان سره په خبرو کې د یادو چورلکو او الوتکو په تړاو څه غوښتنې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب