یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو شړل؛ پاکستان تېره میاشت څه باندې ۴۰ زره تنه...

د افغان کډوالو شړل؛ پاکستان تېره میاشت څه باندې ۴۰ زره تنه پر تورخم اړولي

تاند:( پنجشنبه، د میزان ۲۷مه) په پېښور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي چې پاکستان تېره میاشت یوازې څه باندې ۷ افغان کډاولې کورنۍ پر تورخم دروازه خپل هېواد ته شړلې دي

د طالبانو د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، د 17م ستمبر نه تر 17م اکتوبر پورې ټولې 7162 کورنۍ چې د ټولو افرادو شمېره یې 40,910 ته رسېده، افغانستان ته تللي دي.

د کونسلګرۍ يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط  ډیوه راډیو ته ویلي، د تېرو څو ورځو راهسې په تورخم د ورځې په سر د 500 نه تر 600 پورې کورنۍ اوړي.

هغه وویل، زياتې کورنۍ د پنجاب صوبې او خېبرپښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه  بيرته روانې دي او په دوی کې زيات هغه خلک دي چې قانوني اسناد نه لري.

له دې سره افغان کډوال شکایت لري چې د استوګنې د قانوني اسنادو له لرلو سره بیا هم نیول کیږي، ځورول کیږي او شړل کیږي.

 د افغان کډوالو د ویستو لپاره پاکستان د راتلونکې میلادي میاشتې پيل وروستی مهلت ټاکلی او ویلي چې ټول ناقانونه کډوال دې تر دغې نېټې له پاکستان څخه ووځي.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم او د ملګرو ملتونو بېلابېلو سازمانونو د پاکستان دا پریکړه بې انصافي ګڼلې او د بیا کتنې غوښتنه یې پرې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب