چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د ډیورڼد کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو ترمنځ...

ولسمشر غني: د ډیورڼد کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو ترمنځ باید سوداګریزې اړیکې پراخې شي

 تاند (دوشنبه د حوت ۱۸) ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې د امن او ثبات کنفرانس په پای کې ددغه کنفرانس له ګډونوالو سره وکتل او له دوی سره یې پر افغان سوله او ثبات خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مراسم نن سهار په ارګ کې تر سره شول.

د ارګ د معلوماتو له مخې، په دې کنفرانس کې پر افغان چارواکو او سیاستوالو سربېره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر سیاستوالو او فرهنګیانو هم ګډون درلود او د ډیورند دواړو غاړو ته یې د امن راوستو پر لارو چارو خبرې وکړې.

په دې ناسته کې ولسمشر غني ټینګار وکړ چې پاکستان باید د افغانانو پر وړاندې خپله نا اعلان کړې جګړه پای ته ورسوي او ژر تر ژره دې د سولې په برخه کې رښتینې ګامونه اوچت کړي.

د ښاغلي غني په وینا، پاکستان ته په کار ده چې ولسواک او خپلواک افغانستان ته درناوی ولري او اوسني وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي زیاته کړه، د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو ترمنځ باید سوداګریزې اړیکې پراخې شي او په خبره یې افغان حکومت په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی څو دواړو لوریو ته پراته ولسونه په خپلو کې له اسانه لارو تګ راتګ او راکړه ورکړه ولري.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په دې کنفرانس کې د عوامي ملي ګوند غړي غلام احمد بلور د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو کې روانې جګړې ته په اشارې وویل چې دغه جګړه اسلامي او مذهبي اساس نه لري او په وینا یې چې یوازې د افغانانو د پرمختګ، ارام ژوند او سوکالۍ پر ضد روانه ده.

ښاغلي بلور زیاته کړه، د افغانستان د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره دې د حکومت په کچه له ګاونډیو او دغه راز د سیمې هیوادونو سره دوامداره خبرې وشي.

غلام احمد بلور ټینګار وکړ، تر هغو چې په اساسي ډول د وسله والو د تجهیز او تمویل مخه ونه نیول شي، جګړه پایته نشي رسېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب