چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeټولنیزآفاق او انفس سفر؛ د ځان او جهان ننداره

آفاق او انفس سفر؛ د ځان او جهان ننداره

ليکوال: سيد شمس الدين مجروح

ژباړن: ميوند بختيار

آفاق او انفس يوه تصوفي اصطلاح ده، مانا يې دا ده کوم څوک چې، د حقايقو د لاسته راوړلو په لټه کې وي، بايد د آفاق(جهان) په شا و خوا کې سير او سياحت وکړي. انفس (ځان) او د انسان مافي الضمير او د بنيادم روحيات را وپلټي، ويې سپړي او په حقيقت يې پوه شي، يعنې د ځان او جهان ننداره وکړي.

د غه د متصوفينو توصيه بهاالدين په ډېر دقت او لياقت عملي کړې ده.

د نوموړي اثر(اژدهای خودي) د ځان له نندارې شروع شوی او له تاريکو سمڅو(د انسان تحت الشعور)څخه وړاندې تېرېږي او حقايق او معلومات را برسېره کوي.

هغه په دې سير او سفر کې د نيمو شپو د لاروي په ژبه له موږ سره خبرې کوي، په داسې حال کې چې لارښود دی پخپله دی، دی ويني چې د انساني اروا په تاريکيو کې، پر هم‏ډولو حاکميت، اقتدار او قدرت‏غوښتنه، ځان‏غوښتنه او ځان‏ستاينه په څپو ده او دغه غريزه په يوه او بل نامه پر يو بل باندې د حکم په چلولو سره ښکاره کېږي، يوازې ديکتاتوران او ظالمان نه بلکې، هر انسان د دغه خوی او خاصيت درلودونکی دی.

دی د ځان او د خپلې ټولنې امان او نجات په مينې، عاطفې او محبت کې ګوري او انسان ته هغې خواته د ورتګ بلنه ورکوي. دغه بلنه موږ د لويو صوفيانو لکه مولانا جلاالدين رومي په مثنوي يا د شمس په دېوان کې هم وينو او همدارنګه حافظ شېرازي او رحمان بابا هم دغه پيغام په خپلو اشعارو کې انسانيت ته ورکړی دی.

د ځان ننداره يا په ځان کې سفر بهاالدين په عملي توګه اجرا کړی هم دی او د دې لارې لاروی هم و، خو د (اژدهای خودي) په ورستۍ برخه کې چې، د مجاهدينو(د خلق ديموکراتيک ګوند او دولت پر وړاندې د مبارزينو) پر هجرت ږغېدلی دی او د دې مبارزينو د تورسرو او بچيو پر ژوند يې هم خبرې کړې دي.

د هغه (پوهاند بهاالدين مجروح) له کوچينيانو سره ډېره زياته مينه وه او د وړو له خبرو به يې خوند اخيست؛ نو د ځان او جهان په دې ننداره کې پر کوچينيانو او غريبو مهاجرو هم ږغېدلی دی.

د کتاب په وروستۍ برخه کې يې پر جهاد او پر مجاهدينو نيوکې کړې دي، حتی خپل ځان يې هم نقد کړی دی او د هيواد تيارې راتلونکي ته په تشويش کې و. د وطن د تيارې راتلونکي وړاندوينه يې کړې وه او د جهادي رهبرانو نيمګړې او ناقصه مبارزه او بېځايه د قدرت لېونتوب يې بيان کړی دی. د جهاد رهبرانو ته يې د سعدي په ژبه ويلي ول:

از چنګال ګرګم در ربودي

چو ديدم عاقبت خود ګرګ بودي

هغه له داسې حالته په وېره کې وو، چې بيا به پر دې ملت باندې د ځانځاني ښامار مسلط کېږي او همداسې و هم وشول. وطن د پرديو له منګولو خلاص شو خو وروسته تر هغې بيا له ډېرې بربادۍ سره مخ شو، قتلونه، بربادۍ، لوږه، رنځ، ورور وژنه او نژادي اختلافات لکه د اور شغلې ورځ تر بلې پسې زياتېدلې او پسې غزېدلې. پر دې سربېره ديکتاتوران او قدرت‏غوښتونکې ډلې ټپلې منځته راغلې، چې د دغو ورستيو پېښو علت هم همدا ښاماران وو.

افغان ملت چې تل يې د دې خاورې څخه د دفاع په پار تل خپل ځوانان قربان کړي دي او تر يو ميليون زيات شهيدان يې ورکړي دي، پر دې سرښندنو سربېره تل د هيواد د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره يې هاند او هڅه کړې ده. بزګرو کروندې کرلې، تر څو يوه ګوله ډوډۍ موږ ته راورسېږي، خټګر و ترکاڼ مو خونې ودانې کړې دي تر څو په ارامي ژوند پکې وکړو او تر شا خپل بچي پرېږدو. مېرمنو له سړيو سره اوږه په اوږه کار او زحمت ګاللی دی او د خپلو سړيو سره په هر افتخار کې شريکې وې. پردې سربېره يې د راتلونکي لپاره په ډېره سختۍ او ستونزو خپل زامن روزلي دي او هغه يې خپلې ټولنې ته وړاندې کړي دي.

دغو د قدرت لېونيو پر دغو ټولو حقايقو سترګې پټې کړې او دوی يې له خپل حق څخه محروم کړل او حتی له افغان ولس څخه يې د رايې  له حق(چې د هر نارينه او ښځې حق دی) څخه هم محروم کړل.

ديکتاتور دولتونه چې پر پوليس او وسلو يې اتکا لرله، ټولې نړۍ ليدلي دي او افغان ملت هم دغه درد ليدلی دی، خو هغه پوليس(د جارج ول په ژبه) چې د انسان پر فکر مسلط وي، چا نه وو ليدلي. هغه پوليس چې د انسان په شخصي چارو کې مداخله کوي او ازاد انسان په خپلې خوښې ژوند کولو ته نه پرېږدي، چا به تر اوسه په نړۍ کې ليدلي نه وي، خو د افسوس ځای دی چې همدا اوس ښکاره ده، چې دغسې ديکتاتوران او ظالمان او د قدرت لېوني  به د واک پر ګدۍ کېني.

ارواښاد بهاالدين له دغو ښامارانو سره مبارزه کړې ده، هغه د انسان پر ازادۍ ګروهمن و، هغه شايد تر اوسه د انساني اروا هغه تاريک ګوټونه لا نه وو روښانه کړي، چې انسان څنګه لکه حشرې او خزندې چې د شپې ځانونه پټوي، د ټولنې او قانون په سترګو کې خاورې ورشيندي، غلا، وژنه او وحشت کوي او انساني ارواوې تښتوي، نو په يوه تياره شپه کې د ښامار بچيو د ده دروازه ور وټکوله، دی خپله د مرګ د مېلمنو هرکلي ته ور وووت، د ټوپک ډزې وشوې، ده خپل سوری سوری ټټر خاورو او اروا يې حق ته تسليم کړه.

سيد شمس الدين مجروح

افغانستان مجله، د افغان اطلاعاتي مرکز خپرونه،څلورم کال،څوارلسمه ګڼه،۱۳۷۶-حوت،۲۸-۲۹ مخونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب