دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeکلتورپه پښتو ژبه کې د لومړي ځل لپاره د ''قواعد الافتاء'' کتاب...

په پښتو ژبه کې د لومړي ځل لپاره د ”قواعد الافتاء” کتاب چاپ شو

د افغانستان د پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو د (فقه او قانون/ اسلامي تعلیمات) څانګو او د دیني مدرسو د فقهې، افتاء او قضاء د تخصص د برخې محصلینو لپاره په اصول افتاء کې د «قواعد الافتاء» په نامه کتاب چې د لوړو زده کړو د کریکولم او درسي نصاب مفرداتو ته په کتو لیکل شوی، له چاپه راووت.


دا کتاب د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي فضل هادي سالک لیکلی.


قواعد الافتاء په اصول افتاء کې په پښتو ژبه لومړنی کتاب دی چې د هېواد مشهورو علماوو، پوهاندانو، او دوکتورانو پرې تقریظونه لیکلي او د کتاب متانت او علمي اړخ یې لا غښتلی کړی دی. د کتاب ژبه روانه او عام فهمه ده. د اړتیا پر وخت عربي متن سره پښتو ژباړه هم لیکل شوې ده. د تفسیرونو، احادیثو او فقهي کتابونو سربېره په کې د مشهورو اسلامي علماوو له اثارو او برېښنایي کتابونو څخه استفاده شوې ده.


د پوهنتونونو محصلین او د فقهې، افتاء او قضاء زده کړیالان کولای شي چې په کابل کې یې له لاندې ادرسونو څخه ترلاسه کړي:


پل خشتي جامع جومات او چوک ترڅنګ، حاجي حسین ګل مرحوم ځاځي مارکېټ، درېیم منزل، امام بخاري کتابون
د مستقبل پوهنتون کتاب پلورنځی – کابل، افغانستان
اړیکشمېره: ۰۰۹۳۷۶۵۲۷۶۹۶۰
واټساپ: ۰۰۹۳۷۷۰۲۵۷۱۶۰

2 COMMENTS

  1. ډیر خوښ شوم چی پدی برخه کی ډیری ستونزی موجودی وی
    چی ددی کتاب په چاپ سره به دا ټولی ستونزی حل شی لخیره
    لیکوونکی ته دی الله اجرعظیم ورکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب