دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح وایي تحمیلي سوله موږ ته د منلو نه ده

امرالله صالح وایي تحمیلي سوله موږ ته د منلو نه ده

تاند ( دوشنبه، د حوت ۱۸) د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې له زلمي خلیلزاد سره افغان حکومت دوه ورځې پر له پسې خبرې لرلې او په خبره یې امریکا هڅه کوي پر افغان حکومت د یوې تحمیلي سولې لپاره فشارونه ډېر کړي.

هغه وویل د سولې لپاره چې اوس کومه لاره طرحه شوې ناسمه ده او په خبره یې په دې توګه له افغانانو د دوی اساسي حقونه اخیستل کېږي.

نوموړی وایي:« افغان حکومت د سولې ملاتړی دی خو هغه سوله ورته د منلو ده چې په افغانستان کې د دایمي ثبات سبب شي، افغانستان یو خپلواک هېواد وي، د پاکستان په خوښه سوله نه وي رامنځ ته شوې، افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی ولري او د رایې له حق محروم نه شي.»

هغه هیله څرګنده کړه چې طالبان ژر تر ژره سوله وکړي او خپلو خلکو ته ستانه شي او له ټوپک پرته له سیاسي لارو واک ته د رسېدو هڅه وکړي.

امرالله صالح زیاتوي که امریکا د خپلو ۲ زره ۵ سوه عسکرو خوندیتوب د ځان حق ګڼي، موږ هم حق لرو چې د خپل ۳۵ میلیونه نفوس برخلیک په ښه توګه او خپله وټاکو.

هغه وايي، د سولې په اړه د چا فشار ته نه تسلیمېږ او هغه سوله غواړو چې عزت مو پکې خوندي وي.

امرالله صالح داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه ولسمشر غني ویلي پاکستان دې نا اعلان شوې جګړه نور پای ته ورسوي.

ولسمشر اشرف غني د امن او ثبات دوه ورځني کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې د سولې خبرو ته په اشارې زیاته کړې پاکستان باید نا اعلان شوې جګړه نور پای ته ورسوي او افغانستان د یو آزاد، خپلواک او ډیموکرات هیواد په توګه ومني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب