دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهیوسف نورستانی په دوه نیم کاله تنفیذي بند محکوم شو

یوسف نورستانی په دوه نیم کاله تنفیذي بند محکوم شو

تاند (دوشنبه د حوت ۱۸) د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې لومړنۍ محکمې، د هرات پخوانی والي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستانی په دوه نیم کاله تنفیذي بند محکوم کړای شو.

د افغانستان سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي سره یو ځای د هرات ۷ برحاله او پخواني مسؤلین هم د جرمونو د شریکانو په توګه په دوه‌ نیم دوه‌ نیم کاله بند محکوم شوي دي.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، نورستانی په هرات کې د ولایت پر مهال له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې تورن دی او دغې محکمې یې پرون یکشنبه په غیاب کې دا قضایي پرېکړه وکړه.

سرچینه دغه راز زیاته کړې، دغو کسانو د دولت بودیجې ته زیان اړولی او د محکمې حکم کې په څه باندې اته سوه زره افغانۍ جریمې هم محکوم شوي دي.

تر اوسه محکومو شویو کسانو د محکمې د دغه حکم په هکله کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

1 COMMENT

  1. لعنت د په ټولو هغو وجدان مړو خلکو وي چه له د ځپلي افغان اولس نه غلا کوي او يا يي کړي ده يو واري خو خپل وجدانته سر ټيټ کړي او ځان نه ټپوس وکړي چه څومره چټل شخصيت او خداي شرمولی ياسته چه داسي کارونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب