دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل کې د کاغذي تذکرو وېش بند شو

کابل کې د کاغذي تذکرو وېش بند شو

تاند ( دوشنبه، د کب ۱۸) د احصایې او مالوماتو ملي ادارې مسوولین وایي، په کابل کې دوشنبې د کب له ۱۸مې وروسته د کاغذي تذکرو وېش بندیږي.

دې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه تازه اقدام د الکټرونیکي تذکرو د ښه خدمتونو وړاندې کولو، د خلکو د سرګردانۍ او د وخت له ضایع کېدو مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د نوې کاغذي تذکرې وېش، د مثنی تذکرې وېش، د سن اصلاح، نوم بدلول، نوم سمول، مدني حالت بدلون، د شغل بدلول، ځای بدلول، انځور بدلول، د پولیس فورم، د تذکرې باطلول، بیاځلې ثبت، تخلص لیکل، د تابعیت پرېښودل، زده‌کړې او نور ټول خدمتونه له نن دوشنبې وروسته بند شوي دي.

خبرپاڼه وایي: « ټولې هغه کاغذي مشکوکې تذکرې چې د ادارو له لوري د تایید لپاره په رسمي ډول استول شوې او يا هم نور موارد چې په کاغذي تذکرو کې د مالوماتو بدلولو ته اړتیا لري، له دې وروسته الکترونیکي خدماتو ته راجع کیږي.»

د احصایې او معلوماتو اداره وایي په کابل کې د الکترونیکي پيژندپاڼو ۲۵ څانګې فعالې دي او خلک کولای شي په انلاین ډول د پيژندپاڼې د ترلاسه کولو په برخه کې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم عام خلک د برقي تذکرو د اخیستو په اړه شکایتونه لري او وایي د دغه تذکرو د مرکزونو کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

1 COMMENT

  1. اوس په کار ده چي د الکترونیکي هغو پروسه چټکه شي!
    موږ خو دوې میاشتي کیږي اسناد لیږلي تر اوسه لا چا ځواب نه دی را کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب