دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې د لنډمهاله حکومت په هکله له امریکا سره مخالف څرګند...

اروپايي ټولنې د لنډمهاله حکومت په هکله له امریکا سره مخالف څرګند کړ

تاند (دوشنبه د حوت ۱۸) کابل ته د خلیلزاد تر راتګ او ولسمشر غني ته د امریکا د بهرینو چارو وزیر تر لیک وروسته اروپايي ټولنې افغانستان کې د یو لنډمهاله حکومت بحثونو ته په غبرګون کې ظاهراً له امریکا سره مخالف دریځ غوره کړی دی.

کابل ته د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره په افغانستان کې د لنډمهاله یا انتقالي حکومت خبرې خورا ګرمې شوي او خلیلزاد په همدې تړاو افغان چارواکو او سیاسیونو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده.

په دغه طرحه کې، چې د انتقالي حکومت موضوع هم راغلې له طالبانو سره هم شریکه شوې او ویل کېږي امریکا هڅه کوي، چې افغانستان کې یو ټولشموله انتقالي حکومت رامنځ ته شي.

د راپورونو له مخې خلیلزاد په کابل کې درې ځلې له ولسمشر غني، عبدالله، پخواني ولسمشر کرزي او یو شمېر نورو سیاسیونو سره په دې هکله تر کتنو او خبرو وروسته قطر ته ولاړ.

د نوموړي تر تګ وروسته ولسمشر غني د ملي شورا په پرانیست غونډه کې وویل، چې طرحې هر څوک او هر بنسټ لیکلی شي، خو عملي نه دی، ځکه په خبره یې پردۍ طرحو او کاغذونو افغانستان ته سوله نه راځي.

په دې ناسته کې ښاغلي غني ټینګار وکړ چې افغانستان خپله ملي وثیقه چې اساسي قانون دی، نو ددې قانون په شتون کې بلې وثیقې ته افغانستان اړتیا نه لري، بلکې ښه لار دا ده چې اساسي قانون ته مراجعه وشي.

ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې خپل ځای به د ټاکنو له لارې بله ولسمشر ته سپاري او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې آن حاضر دی، چې د ملګروملتونو په شتون او ضمانت کې د رڼو او عادلانه ټاکنو پر وخت هم بحث وکړي.

تر دې څرګندونو وروسته پرون ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلنکن د لیک د رسېدو خبر ورکړل شو.

ویل کېږي ددې لیک یوه کاپي د ملي روغې جوړې عالي شورا ته هم رسېدلې ده.

په لیک کې راغلي، چې د افغانستان موضوع باید په څو اونیو کې راټوله او په دې هکله د ترکیې په کوربتوب یوه غونده جوړه او په کې د سولې تړون وروستی شي.

په لیک کې دا هم ویل شوي چې خلیلزاد به له افغان حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او طالبانو سره په افغانستان کې راتلونکي دولتي جوړښت، اساسي قانون، د یو نوي ټولشموله حکومت او دې هېواد کې د تلپاتې اوربند په هکله خپل وړاندیزونه شریکوي.

متحده ایالاتو د سولې د پروسې په لړ کې په ولسمشرغني باندې فشار زیات کړ

خو اروپایي ټولنې افغانستان کې د یو لنډمهاله حکومت بحثونو ته په غبرګون کې ظاهراً له امریکا سره مخالف دریځ غوره کړی دی.

کابل کې د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«افغانستان اساسي قانون لري، ټاکنې پکې وشوې، لویې جرګې راوبلل شوې، له امریکا سره ګډ هوکړه لیک لري او د دوحې بهیر کې ښکېل دی.»

رولانډ کوبیا زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د نړیوالې ټولنې د ډېریو هېوادونو ملاتړ لري او په وینا یې نړۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او جنیوا د جمهوریت د لاسته راوړنو د خوندي کولو ژمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب