یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeادبژبه او لیکدودژبې څنګه رامنځته شوي او څنګه وده کوي؟

ژبې څنګه رامنځته شوي او څنګه وده کوي؟

عبدالودود بشریار

ژبه[1] د انسانانو تر منځ د اړيکو بنسټ دى. له څېړنو ښكاره شوې، چې  مرغان او ژوي هم مانادارغږونه وباسي. خپل ډار، خوښي او هيله مندي د چونګېدا، غپېدا، او سونګېدا له لارې څرګندوي. خو انسانانو غوندې خپل افکارپه ژبه نه شي ويلاى. ځكه انسانان کابو ټول هغه څه چې احساسوي يې او يا يې  فکرکوي، څرګندوای او ويلای شي.[ خو اوس هم ډېر داسې څه شته چې انسان يې د بيان او اظهار لپاره  ويي، عبارت او اصطلاحات نه لري.]

ژبه د انځور يا مېزپه شان بشپړ څيز نه دى، بلکې تل د بدلېدا په حال کې ده. د وخت په تېرېدا سره پكې نوي ويي رامنځته کېږي او زاړه له کاره غورځي. د جملو اوډون او ګرامري نرخونه (ګرامري قواعد) يې هم بدلون مومي. د بېلګې په ډول چوسر په ١٣٠٠ زېږدو کلونو کې په انګرېزۍ كې د کينټربري نكلونوTales Canterbury په نامه يو کتاب ليکلی، خو د هغه او اوسمهالې انګرېزۍ ترمنځ ډېر توپير راغلی، نن سبا د هغه پر انګرېزۍ ډېر لوستوال سم نه پوهيږي.[ چوسر Chaucer په ۱۳۴۳\۱۳۴۲ زيږدي كال د انګلستان په لندن (؟) ښار كې وزېږېد او پر٢٥ اكټوبر۱۴۰۰ زيږدي کال ومړ. دى له شيكسپير نه وړاندې د انګرېزۍ ژبې لوى شاعر بلل كېږي. دۀ پرشاعرۍ سربېره نثر هم ليكلى دى. نوموړى لومړنى  انګرېز ليكوال اوشاعر دى، چې د انګلستان جنوبي ګړدود ته يې د انګلستان د ادبي ژبې بڼه وركړې ده.]

ژبه کسبي[2]وسيله ده،کله چې ماشوم نوی پيداشي، خبرې نشي کولای او اړتياوې يې لږې وي. تر ډېره بريده، خپلې اړتياوې، په ژړا پوره کوي خو څومره چې ماشوم لوييږي، اړتياوې يې ډېريږي او اړ وځي، چې د پوره کولو لپاره يې ډېرڅه ووايي [او د څرګندونې لپاره یې نوي ويي، غونډونه او څرګندنې… زده کړي.]

کله چې ماشوم غږېدا پيلوي، غږونه يې محدودې ماناوې ورکوي خو وروسته، وروسته د يو يا څو څيزونو بېلا بېلې ماناوې زده کوي.

[زما د شخصي مشاهدې له مخې یو پښتون ماشوم تر ټولو لومړی «به»، «نه»، «اغه»،«اکه»،…په شان وړې او هغه ته اړینې کلمې زده کوي. په لومړیو کې ماشوم په بشپړ ډول کلمې تلفظ کوای نشي او په لنډ ډول یې وايي. همداشان په لومړیو کې د ماشوم مغزي ژبه langue ډیره محدوده او وړه وي. د ساري په ډول] په هغو وييو کې چې ماشوم يې لومړی زده کوي، د «سپي» یا « dog» ويى شامل ګڼل کیږي. ډېر کوچنيان په اول کې ګومان کوي چې ټول څلور بولي ژوي سپيان دي، خو وروسته پوهېږي، چې يوازې يو ځانګړي ډول ژوي ته سپی وايي او نور«غوا» يا «پیشو» ګڼل کيږي. همدا د ماناو په زده کړه [ او د مغزي ژبې په پراختیا] کې لومړی ګام بلل کيږي.

[ د ماشوم د نوې ژبزدکړې په برخه کې مې خپل واړه زامن او لوڼې تر کتنې لاندې نيولي ول، پايله کې را څرګنده شوه، چې دوی اوږده جمله لنډه وايي، ادات سم نشي کارواى، د فعل کارول ورته هم ګران وي او ځيني غږونه نشي ويلاى. لاندې يې يو څو ساري راوړم:

١- به اکه (اوبه راکړه)

٢- کتا شو(ختا شو.)

٣ – لالا دې ما پاپۍ.( الا زما پاپۍ يې پښو کړي.)

٤- تاپياله ولم. (تا په پياله ولم.)

٥ – لالا دا (لالا دا وګوره وهي مې.)،

۶- د تا بوټان پټ (ستا بوټان يې پټ کړي.)

له بده مرغه په دې برخه کې چې پښتون ماشوم، څنګه ژبه زده کوي، کوم څيزونه ورته ګران وي، کوم ورته اسان، څه لومړى زده کوي او څه وروسته،هيڅ څېړنه نده  شوې.]

ورو، ورو ماشومان پر دې هم پوهېږي چې ځينې مهال يوشان غږونه بېلابېلې ماناوې ورکوي. دوى پوهېږي چې د انګرېزۍ «fall» غورځېدا او همدا«fall» مني (خزان) ته هم وايي. ماشومان د وخت په تېرېدا سره ډېر څه زده کوي، خو دا ټول كسبي(مصنوعي)دي…

ليکنۍ ژبه هم لکه د ګړنۍ غوندې کسبي وي. دژبو (البېڅې) په بشپړ ډول د هغو نښو ټولګه وي چې د ژبو د غږونو د ښوولو لپاره کاريږي.که غوښتل شوي وای نو ABC د درې ګوټيز(مثلث)، څلورګوټيز(مربع) اومستطيل په بڼو هم ښوول کېدای شول او له دې سره به په ژبه کې هيڅ توپير هم نه واى  راغلى!

ژبې څنګه منځته راغلې؟

 دا چې ژبې څنګه منځته راغلي او انسان په لومړي ځل څنګه خبرې پيل کړې، په اړه یې څو نظريې موجودې دي.

دژبوځيني څېړندويان پردې اند دي، چې په لومړيو کې انسان دچوڼچوڼو او ژويو په څېر غږونه اېستل…..

[د ژبپوهنې ځينې پوهان د ژبې د رامنځته کېدو په اړه وايي چې کله انسان په طبيعت کې ازاد ګرځېده، نو خپل چاپېرچل کې به يې د ځينو څيزونو د غږونو پېښې (پيروي) کولې، چې د وخت په تېرېدو سره دغه پېښې په وييو واوښتې.

د دې نظريې په بنسټ په پښتو ژبه کې هم ډېر ويي همداسې رامنځته شوي دي. د ساري په ډول: پښتوكې كارغه (نورې بڼې يې:كاغۀ،كاغى، كڼاخ…) دنوموړي له غږ( كاغ، كاغ) نه، دچوڼچوڼې ويى د( چوڼ ياچڼ-چڼ) نه، دكوړكې كلمه دچرګې له غږ( كوړت يا کړت) نه، او د بنګېدا ويى د مچ له(بنګ،بنګ)، کرکړې (له کړ-کړ)، څينګښه(چونګښه) ( له څينګ، څينګ يا چونګ-چونګ؟) نه رامنځته شوې دي.

د حيواناتو په نومو سربېره دکړتو، بنګېدل، بنګهار، بنګس، بنګېدا، ګړېدل، ګړول او نور ډېر ويي پښتنو د چاپېرچل (طبيعيت) په پېښو جوړ کړيدي.

په پارسۍ کې، مګس ويی (دمچانو له  اواز، بنګس)…. څخه هم په دې ډول رامنځته شوی دی.

دانګرېزۍ په مورينه ژبه (انګلوساکسون) او اوسمهالې انګرېزۍ کې دCackle (کرکړو)، Buzz (بنګهار) او نور ډېر ويي دطبيعي اوازونو په پيروۍ جوړ شوي دي. او دا ويي د انسان د هغه وخت د ژوند يادګاري کيسې کوي، چې په ازاد طبيعت کې به د نورو حيواناتو په شان ګرځېده.[3]]]

[[د پښتو ژبې (سا) چې د روح لپاره کارېږي، ډېره پخوانۍ ښکاري. ښايي چې دا ويی د اوسنۍ انګرېزۍ له ساى sigh  چې د(اوسېلي) مانا ورکوي، سره يو آری وي او دانګريزۍ ويی هم  په پخوا وختونو کې  د روح لپاره کارېدلی وي.

دې وييوکې هم د هوا مانيزه ريښه پټه ده. زه خو فکر کوم چې دا به د هوا اخېستو له طبيعي غږ (هه، سه) څخه راوتلې وي. کله چې سړى اکسيجن اخلي نو دغه اوزا په ښه ډول اورېداى شي. ښايي چې دې اواز به وروسته د (سا، ها، ساى) بڼې خپلې کړې وي.

يوه بله خبره هم بايد ياده شي، چې د پښتو ژبې (اګۍ=هګۍ) چې د انګرېزۍ ژبې له اګ eggسره يوآرې ده او د ژوند تخم دى، په دوی کې هم دا ريښه پټه وي. همدغسې د پښتو خوټه  ((هاټه)) ويي کې هم د(سا، ها…) ريښه نغښتې ښکاري. د دې ټولو وييو سروکار له ژوند او ژوند ورکولو سره دى، چې بيا هم د روح خاصيت ته ورګرځي او ريښه يې د پښتو ((سا=سه، ها=هه)) ته رسېږي.[4]]

خو د ډېرو نورو وييو جوړښت له دې نظريې سره، سرنه خوري.

په دې اړه نورو پوهانو هم نظريې وړاندې كړي دي.

په ډېرګومان  ژبه د يو تړون او پلان له مخې[يوځايي] نده رامنځته شوې[5] بلکې دانسان له اړتياسره جوخته منځته راغلې ده.او اوس هم، همداسې پرمختګ کوي…اوسمهالې ژوندۍ ژبې له هرې خواپوره ندي، ځيني خيالات پکې په سختۍ او ځينې پکې په اسانۍ ويل كېداى شي اوځينې پكې د څرګندونې او وينې څو – څولارې اوګودرې لري…[ژبه کې د زياتره وييو شتون يا نشتون د ژبې د ويونکو په چاپېرچل، اړتيا او ددوی د ژوندانه په ځينو نورو اړخونو پورې اړه لري.]

 ژبه څنګه وده کوي؟

د ژبې پر، وده او پرمختګ ډېرڅيزونه اغېزکولای شي. جګړې، سوداګري اود وګړيو له يوځاى نه بل ځاى ته کډوالي (مهاجرت) ژبې ته وده ورکوي اويايې وژني.

يومهال د رومي امپراتورۍ ژبه (لاتين)د جنوبي او لويديزې اروپا پر پراخه سيمه واكمنه وه. رومي پوځيانو له ځان سره هغو سيمو ته وړې وه، چې د دغې امپراتورۍ لپاره يې نيولې وې، خو کله چې دغه امپراتوري د شمال ختيز لخوا د بريدګرو په لاس کښېوته او واکمني يې پای ته ورسېده، نو کابو لاتين ژبه هم مړه شوه او اوس يوازې په رومي کاتوليک کليسا، د درملو لپاره د نسخو په ليکنه،د بوټو او حيواناتو په نوموونه کې کارېږي.

په شمالي امريکا کې لومړني مېشت شوي يرغلګر انګرېزان ول.له دې امله يې انګرېزي د امريکا د متحده ايالتونو ژبه وګرځېده.

همدغسې په لاتيني امريکا کې هسپانويان لومړني مېشتېدونکي يرغلګران ول، نو د هغوى ژبه(هسپانوي) هم له دې امله د جنوبي امريکا پر ډېرو هېوادونو واکمنه شوه.

امريکايي، بريتانوي او کاناډايي سوداګران د نړيوالې سوداګرۍ ډېره برخه په لاس کې لري، له همدې کبله د نړۍ په ډېرو سيموکې انګريزي پراختيا مومي او د ډېرو هېوادونو دويمه ژبه ګرځېدلې ده…

د بېلابېلو وګړيو ترمنځ اړيكي ژبه بډايوي. د ساري په ډول په ١٠٦٦زېږدي کال کې، پر انګلستان د(نارمن پرانسيانو)له يرغل نه وړاندې انګرېزي د (انګلوساکسون) يوګړدود و.(نارميان)په پرانسۍ(فرانسوۍ) ژبه غږېدل. ورو، ورو(نارمن پرانسۍ) او(انګلوساکسون)سره ګډې شوې او د انګرېزۍ لويه برخه ترې جوړه شوه. په ( انګلوساکسون)کې د غوايي او غوښې لپاره يو ويى ((کاو Cow)) موجود و، خو پرانسۍ د(غوا) او (غوښې) لپاره جلا جلا ويي درلودل. غوښې ته يې (( بوف boeuf)) ويل، همدغۀ ويى انګرېزۍ ترې پور کړ اوخپله تشه يې په ډکه کړه. همدغسې ژبه دنويو وييو د رغونې له لارې هم پرمختګ او وده کوي… (پاى)

اخځليک

  1. عبدالودود بشریار، ((روح-يوه لغوي څېړنه))، ناچاپ
  2. عبدالودود بشریار، پخوانی مصري تمدن، ناچاپ
  3. The World Book Encyclopedia,Volume L, USA, Field Enterprises Educational Corporation, 1960 AD
  4. The World Book Encyclopedia,Volume P, USA, Field Enterprises Educational Corporation, 1960 AD
  5. Khurram Shazad, Language and Linguistcs OnTarget ,Lahore Pakistan, New Kitab Mahal, 2010-11
  6. etymoonline.com (2010)

[1]  دا ليکنه د (ورلډبوك اف انسايكلوپيډيا) د پوهنغونډ د ژبې له ليکنې څخه، چې يو امريکايي ليکوال (رابرټ شېفر) ليکلې، رالنډه شوې ده.که څه هم دا  لنډيز د ژبې د رامنځته کېدو په اړه سرسري او زاړه مالومات لري، خو بيا هم تازه لوستوالو ته ډېر څه ورکواى شي. ما کوښښ کړی چې د ژباړې تر څنګ زیاتوونې پکې وکړم، او هغه مالومات چې اوس نا سم ګڼل کیږي ترې وباسم.

[2]  Artificial

[3] عبدالودود بشریار ، روح او تنفس- يوه ژبنۍ څېړنه، ناچاپ

[4]  همداليکنه

[5] په اسماني يا ابراهيمي دينونو او اساطيروکې ژبه يوه الهيdivine ورکړه ګڼل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب