Home+د هسپانیا د لوبډلې کیپتانه له پایلوبې وروسته د پلار له مړینې...

د هسپانیا د لوبډلې کیپتانه له پایلوبې وروسته د پلار له مړینې خبره شوه

تاند- د هسپانیا د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې کیپتانه، چې د انګلیستان په وړاندې په پایلوبه کې یې یوازینی ګول وواهه، له مسابقې وروسته د خپل پلار له مړینې خبره شوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اولګا کارمونا پلار له یوې مودې راهیسې ناروغ و خو پرون جمعه، د هسپانیا او انګلیستان ترمنځ د پایلوبې په ورځ مړ شو.

هسپانیا په یوه ګول د ښځو د فوټیال اتلولي وګټله.

د هسپانیا د فوټبال فدراسیون د خپلې لوبډلې د کیپانې اولګا کارمونا د پلار په مړینې ژوره خواشیني ښکاره کړې او ویلي یې دي چې اولګا له پایلوبې وروسته له دې پېښې خبره شوه.

د هسپانیا (رولو) ویبپاڼې لیکلي چې د اولګا د کورنۍ غړیو او ملګرو یې د هغې د پلار مړینه پټه ساتلې وه چې دا پر لوبه تمرکز وکړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...