Homeخبرونهیونیسف: د طالبانو له واکمنیدو سره ۱،۶ میلیون افغانان ګاونډیو هېوادونو ته...

یونیسف: د طالبانو له واکمنیدو سره ۱،۶ میلیون افغانان ګاونډیو هېوادونو ته تللي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۳۰ مه ) د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ۱،۶ میلیون افغانان کډوال او هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

د افغان کډوالو دا شمېر له هغې جلا دی، چې نورو لرې هېوادونو ته تللي دي.

یونیسف وایي، چې په ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې مېشتو تازه دمه افغان کډوالو سره د مرستې لپاره په روان میلادي کال کې تر ۶۶ میلیون ډالرو زیاتو پیسو ته اړتیا ده.

 ویل شوي، چې د دغو کډوالو یوه لویه برخه په ایران او پاکستان کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو؛ په ځانګړي ډول ایران څخه هره ورځ د زرګونه افغان کډوالو د جبري ویستو او په ګڼو هېوادونو کې ورسره د ناوړه چلند خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...