تاند: (دوشنبه، د زمري ۳۰ مه ) په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو ویلي چې د همېشه بهار رادیو تلوېزیون ځنډولو خپرونو ته یې د بیا پيل اجازه ورکړې ده.
د طالبانو یوه مطبوعاتي مقام مولوي صدیق الله قریشي بدلون ویلي، چې یاده رسنۍ یې څه موده مخکې د نشراتي سرغړونو له امله تړلې وه.
هغه نه دي ویلي، چې دغې رسنۍ څه ډول سرغړونه کړې وه.
د همېشه بهار راډیو تلویزون مشر اتل ستانکزي څو اوونۍ مخکې وویل، چې د طالبانو ځواکونه یې دفتر ته ورغلي او د کارکوونکو د وهلو ټکولو تر څنګ یې د دوی دفتر مهرولاک کړی دی.
طالبانو هغه مهال په دې اړه څه نه وو ویلي.
له دغې رسنۍ سره په یوه دفتر کې د دوو نورو راډیوګانو خپرونې هم ځنډول شوې وې، چې د نشراتو د بیا پيل اجازه ورکړل شوې وه.
د دې ترڅنګ د رسنیو یو شمېر بنسټونه خبر ورکوي، چې طالبانو د ننګرهار په ګډون تېره اونۍ په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې لس خبریالان بندیان کړي.
د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د طالبانو چلند په وروستیو کې توندو نیوکو سره مخ شوی.
خبریالان د نه خفه کیږي ، دا د ټالبانو مینه له خبریالانو سره ده .
د خرو مینه لغته ده .