دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهملا برادر د ناقانونه او بې کیفیته درملو د مخنیوي کړنلاره منظور...

ملا برادر د ناقانونه او بې کیفیته درملو د مخنیوي کړنلاره منظور کړه

تاند: (دوشنبه، د زمري ۳۰ مه ) د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د دوی د رژیم د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د بې کیفیته او ناقانونه درملو د وارداتو د مخنیوي کړنلاره تصویب کړې ده .

د نوموړي مطبوعاتي دفتر ویلي چې په دغه ناسته کې د ملي پراختیا ستراتیژۍ پر جوړولو، د سرو زرو قاچاق د مخنیوي په اړه هم خبرې شوي.

 د  طالبانو له واکمنیدو سره، په ځینو اصلاحي برخو کې د پرمختګونو او د طالبانو د جدیت خبرونه ورکول کیږي.

له دې سره، نیوکې دا دي چې طالبانو واک انحصاري کړی او له متخصصینو په تشیدونکي رژيم کې یې د حکومتولۍ چارې او نړیوالو سره اقتصادي او نور تعاملات ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

2 COMMENTS

  1. د تیر وختو ته وګورو ، چه قاچاقی دزملو کیفیت به له قانونی لای وارد شوی دروملو څخه ښه وه ، ځکه دلته د دزملو د کنترول لابراتوارونه نشته او هم تخصص او صداقت هم د سوال لاندی وو ، چه اوس هم همدا ویره شته. چه انخصاری کمپنی به په خلکو زهر وخوروی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب