پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران تایید کړه، چې د هلمند سېند اوبه کمې شوي

ایران تایید کړه، چې د هلمند سېند اوبه کمې شوي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۳۰ مه )  په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست او د افغانستان لپاره د دغه هېواد  د ولسمشر ځانګړی استازی کاظمي قمي وایي، چې افغانستان ته ورغلو متخصصینو یې د هلمند سېند د اوبو کمیدل تایید کړي.

نوموړي ویلي: متخصصینو مو تایید کړې، چې د هلمند سېند اوبه د نورمال وضعیت هومره نه دي.

د طالبانو رژیم لا له وړاندې ایران ته دا خبره کړې وه، خو د دغه هېواد چارواکو نه وه منلې.

د ایران او طالبانو ترمنځ په دې اړه له څه وخت راهیسې ناندرۍ وې.

ایراني چارواکو ویل، چې افغانستان نه د خپلو اوبو حق غواړي، خو طالب چارواکو ویل، چې په افغانستان کې د هلمند سېند اوبه کمې دي او خپله افغانانو ته  هم بسنه نه کوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر څو ورځې مخکې وویل، چې د تفاهم له لارې ایران سره د اوبو په سر د جنجال حلیدل د دوی یوه لویه لاسته راوړنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب