پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: امریکا ګاونډي هېوادونه د هلیکوپټرو بیرته را ستنولو ته نه...

دفاع وزارت: امریکا ګاونډي هېوادونه د هلیکوپټرو بیرته را ستنولو ته نه پریږدي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۳۰ مه )  د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې امریکایي چارواکي د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه له افغانستانه د ور وړل شویو هلیکوپټرو بیرته ستنولو ته نه پریږدي.

د دغه وزارت د پالېسۍ مرستیال محمد قاسم فرسد ویلي، چې په تاجیکستان او ازبکستان کې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال له افغانستانه تر ۶۰ پورې هلیکوپټرې ودرول شوي.

دغه هلیکوپټرې افغان پیلوټانو له دې امله وړې وې، چې طالبانو ته په لاس ور نه شي.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په دې اړه د تاجیکستان او ازبکستان حکومتونو ته خبرداری ورکړی و، چې یادې هلیکوپټرې باید ور ستنې کړي.

اوس طالب چارواکو ویلي، چې د دغو هلیکوپټرو د ستنیدو لوی خنډ امریکا متحده ایالات دي.

امریکایي چارواکو او د افغانستان یادو ګاونډیو هېوادونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب