جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل کې چاودنه؛ ۲ تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی

کابل کې چاودنه؛ ۲ تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی

تاند: (دوشنبه، د زمري ۳۰ مه )  راپورونه وایي، چې نن مازیګر مهال د کابل ښار په دارلامان سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د پېښې له تاییدو سره ویلي، چې لږ ترلږه پګې ۲ تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د هغه په وینا، دغه چاودنه د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالمان سیمه کې پر یوه زرنج د چسپکي ماین له امله شوې ده.

د پېښې مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په کابل کې له څه موده ځنډ وروسته چاودنه ده، چې کیږي.

د طالبانو کومې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. دا شیان بیا شروع شو الله دې بیګناه خلک ساتي، ځکه هر وخت طرفین روغ جوړ وي او بیګناه پکې شهیدان شي. دا لوبې او سیاستونه به کله ختمیږي، تر څو به د افغانانو وینې تویږي؟ هر ظالم، قدرت طلب، مفسد او جاسوس تل د خپل پلیت مرام لپاره عام ولس ته نقصان رسولی او رسوي یې.

  2. 🇦🇫 چی کرې هغه به ریبې , کوم اور چی پر چټلیستان راغلی دا هغه اور دی چی دوی یی سوچ هم نشو کولای , لا تر اوسه د د دغه اور شوروات دی ,

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب