جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتهران کې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پيل شو

تهران کې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پيل شو

تاند: (سې شنبه، د زمري ۳۱ مه ) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په تهران کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش د پيل خبر ورکړی.

 د یاد شوي وزارت یوه ویاند ضا احمد تکل ویلي، چې دا پریکړه په ایران کې د  افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د دوی د رهبر د تطبیق په موخه شوې ده.

 هغه دا هم ویلي، چې له الکترونیکي تذکرو څخه بې برخې کسانو ته هم ځانګړي شرایط په پام کې نیول شوي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

 د طالبانو چارواکو تېره اونۍ وویل، چې په بهرنیو هېوادونو کې یې افغانانو ته د پاسپورټ اخیستو بیې کمې کړې دي.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو څه باندې دوه کاله کیږي، خو تراوسه یې هېڅ هېواد رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی او له دې امله دوی اړ دي، چې « د افغانستان اسلامي جمهوریت» په نوم پخواني پاسپورټونه چاپ او ووېشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب